روزنامه هیواد

د هېواد ورځپاڼې د اویایمې کلیزې په ویاړ : دولتی ورځپاڼې تبلیغاتی جګړه ګټلى شی

د هېواد ورځپاڼې د اویایمې کلیزې په مناسبت پرون د دې ورځپاڼې په اداره کې غونډه جوړه شوې وه، په دې نمانځغونډه کې د دولتی ورځپاڼو رییس فرید احمد فرهنګ او کارکوونکو یې ، د بیهقی کتاب خپرولو اداې رییس او کارکوونکو،د انیس، اصلاح او کابل ټایمز ورځپاڼو مسوولینو او کارکوونکو او د آزادۍ مطابعو رییس محمدضیا بومیا او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړى و. د دې نمانځغونډې پیل  ښاغلی بختیاری صاحب د پاک قرآن د څو سپېڅلیو ایاتونو په تلاوت سره وکړ. د دولتی ورځپاڼو رییس ښاغلی فرید احمد فرهنګ د هېواد ورځپاڼې د اویایمې کلیزې مبارکی ورکړه او د غونډې ګډونوالو ته یې د ښه راغلاست تر څنګ وویل: (( هېواد ورځپاڼې په  تېرواویاکلونو کې له لاسته راوړنو ډکې خپرونې وکړې او د نورو ورځپاڼو په کتار کې یې ځان ثابت کړ. دغې ورځپاڼې په سختو حالاتو کې خپرونې کړې دی او هیله ده، چې هېواد ورځپاڼه ګڼ اویا کلونه په بریالیتوبونو سره ونمانځی. )) ښاغلی فرهنګ وویل، چې خلکو ته د اطلاع رسول ستر مسوولیت دى او دا لاره به پر مخ وړی.

دې غونډې ته د بیهقی کتاب خپرولو ادارې رییس ښاغلی فیض الله محتاج چې یو وخت یې د انیس او اصلاح ورځپاڼو ریاستونه هم کړی، د هېواد ورځپاڼې پر تېر اویا کلن بهیر او د دې ورځپاڼې پر ځانګړی رسالت خبرې وکړې، ښاغلی محتاج زیاته کړه : (( یو وخت د هېواد ورځپاڼې تېراژ اویا زرو ته رسېده او په منظمه توګه به پر ټولو ولایتونو وېشل کېده،که څه هم هغه مهال په افغانستان کې د ورځپاڼې لیکنې فرهنګ دومره عام نه و، خو دا د افغانستان په کچه تر ټولو لوړ او تاریخی تیراژ و، خو له بده مرغه، چې اوس یې تیراژ کم او د پخوا په پرتله یې امکانات او تشکیلات لږ او په نشت حساب دی. د دې ورځپاڼې اداره په کمو امکاناتو او په سختو شرایطو کې خپرونې کوی. )) ښاغلی محتاج د هېواد ورځپاڼې د اویایمې کلیزې په مناسبت مبارکی وویله او هیله یې ښکاره کړه، چې هېواد ورځپاڼه په ټول هېواد کې  هممهاله خپره شی. په پاى کې ښاغلی محتاج روښانه کړه، چې د هېواد ورځپاڼې په شمول ټولو دولتی ورځپاڼو په سختو او تنګو حالاتو کې په متحدانه توګه په منظم ډول او په خپل وخت خپرونې کړې دی.

د ّآزادۍ ( دولتی) مطابعولوى رییس محمدضیا بومیا د هېواد ورځپاڼې د اویایمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې ازادۍ مطبعې د دې ورځپاڼې په ټول اویاکلن بهیر کې ستره ونډه لرلې او په منظمه توګه یې چاپ کړې ده، نو د هېواد ورځپاڼې اویایمه کلیزه دې موږ ټولو ته مبارک وی، ده ژمنتیا ښکاره کړه، چې د آزادۍ مطبعه د ټولو دولتی ورځپاڼو د هر ډول لوړ تېراژ خپرولو ته چمتو ده. محمدضیا بومیا د خبریالۍ او ورځپاڼې لیکنې پر رسالت خبرې وکړې، چې باید په دې برخه کې نوښت راشی او د اصلاحاتو لپاره خود سانسوری له منځه یووړل شی. ښاغلی بومیا خپله تجربه بیان کړه، چې د باختر اژانس د ریاست پر مهال یې تر لاسه کړې وه، ده وویل، چې د لومړی ځل لپاره یې د دولتی ادارو د اصلاحاتو لپاره انتقادی رپوټونه  او مرکې له باختر اژانسه خپاره کړل. ښاغلی بومیا د دولتی ورځپاڼو پر مسوولینو او کارکوونکو غږ وکړ، چې د ملک  د اصلاح لپاره باید انتقادی خپرونې وکړی او دا خپرونې باید قانونی
او اصلاحی وی!

د اصلاح ور ځپاڼې آمر او مسوول مدیر ښاغلی داد محمد عنابی د هېواد ورځپاڼې د اویایمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ تر څنګ په وینا کې وویل، چې ورځپاڼه لیکنه اسانه دنده نه ،بلکې له سترو ننګونو سره مله ده: (( پخوا  دولتی  ورځپاڼو منظم ټرانسپورټ لاره، چې په چوکاټ کې یې لسګونه موټرو خدمت کاوه او په منظمه توګه یې دولتی ورځپاڼې پر ټولو ولایتونو وېشلې. ده ژمنه وکړه، که دولتی ورځپاڼې په ښه توګه او د دولت د اصلی ژبې په بڼه تمویل شی، نو کولى شی، چې ډیورنډ کرښه له منځه یوسی!

ورپسې د کابل ټایمز ورځپاڼې مشر مسوول ښاغلی حمید الله عارفی د هېواد ورځپاڼې د اویایمې کلیزې مبارکی وویله او په اوسنیو حالاتو کې یې د ورځپاڼې لیکنې پر ارزښتونو او مسوولیتونو خبرې وکړې. ده ژمنه وکړه، چې په لوړ تیراژ د دولتی ورځپاڼو خپرولو ته پوره چمتو یوو او کولى شو، چې دې ورځپاڼو ته دومره انکشاف ورکړو، چې د سیمې په کچه سیالی وکړاى شی.

ورپسې د انیس ملی ورځپاڼې مشر مسوول ښاغلی محمد شاکر ضربی د دې غونډې په اړه وویل، چې باید د دولتی ورځپاڼو د تمویل لپاره کار وشی، ځکه همدا دولتی ورځپاڼې د دولت ژبه ده ،چې په منظمه توګه د دولت له پالیسۍ سره سمې خپرونې کوی، ښاغلی ضربی زیاته کړه، چې همدا دولتی ورځپاڼې دی، چې د نظام او ملت پرضد د ناوړو خپرونو او ناوړو تبلیغاتو غندنه کوی او له دښمن سره په تبلیغاتی جګړه کې ښکېلې دی، ښاغلی ضربی همدا راز زیاته کړه، چې تبلیغاتی جګړه، له وسله والې تودې جګړې، ستر اهمیت لری،موږ کولى شو، چې له دښمن څخه دا جګړه وګټو او دې ته ژمن یوو، خو حکومت باید د دغه اهمیت د لا ځلولو لپاره خپلې ورځپاڼې په ښه توګه تمویل کړی، چې له مرکز سره سم په ټولو زونونو کې هممهالې او په لوړ تیراژ خپرې شی.

په پاى کې د هېواد ورځپاڼې مشر مسوول زلمی شهباز د دې ورځپاڼې د اویایمې کلیزې د نمانځلو په برخه کې د ټولو دولتی ورځپاڼو له همکارۍ او په ځانګړې توګه د ازادۍ مطابعو له لوى ریاسته مننه وکړه، چې په منظمه توګه یې هېواد ورځپاڼه چاپ کړې ده. په پاى کې مېلمنو ته عصریه برابره شوې وه او د هېواد ورځپاڼې د اویایمې کلیزې ځانګړى کېک پرې او پر ګډونوالو ووېشل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید