روزنامه هیواد

د هېواد ورځپاڼې د اویایمې کلیزې نمانځغونډه د کابل په عامه کتابتون کې جوړه شوه

د ((هېواد)) ورځپاڼې د تاسیس اویایمه کلیزه وړمه ورځ د کابل په عامه کتابتون کې په داسې حال کې ونمانځل شوه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتی معىىن، ښاغلى سىد اقا حسىن فاضل سانچارکی، د دولتی ورځپاڼو رىىس ښاغلی فرىد احمد فرهنګ، د ولسمشر فرهنګی سلاکار، ښاغلى زرىن انځور، د باختر آژانس رىىس، ښاغلی نجىب الله شىنواری، اکادمىسىن او لىکوال سلىمان لاىق،  لىکوال سمىع الله سمېع، اطلاعاتو ته د لاسرسی دکمېسىون مرستیالې نجىبې مرام او دغه راز د انیس ،اصلاح او کابل ټایمز ورځپاڼو مسوولینو هر یوه محمد شاکر ضربی، داد محمد عنابی، حمید الله عارفی او د دې ورځپاڼو د کارکوونکو په شمول ګڼو فرهنګیانو او د قلم خاوندانو ګډون کړى و.د غونډې په پیل کې د ورځپاڼو رییس فریداحمد فرهنګ د غونډې مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او په لنډو خبرو کې یې وویل، چې ((هېواد)) ورځپاڼې له نن څخه ۷۰ کاله مخکې په خپرونو پیل وکړ او تر اوسه یې له هغو لوړو او ژورو سره چې لرلې یې؛ د خپلو کارکوونکیو د هڅو په پایله کې خپرونې کړی او په یوې ملی ورځپاڼې بدله شوې ده.په همدې ترتیب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معیین فاضل سانچارکی  خبرې وکړې او ویې ویل، چې ((هېواد)) ورځپاڼه یوه له مهمو او ارزښتناکو دولتی ورځپاڼو څخه ده، چې خپرونې یې په ١٣٢٨ لمریز کال کې د هېواد پیاوړی شاعر او لیکوال استاد عبدالرووف بېنوا پیل کړې او د ۷۰ کلونو په اوږدوکې یې خپرونو د عامه ذهنونو په روښانولو کې ښې اغېزې لرلې. ښاغلی سانچارکی زیاته کړه: دغې ورځپاڼې د خپلو خپرونو په ۷۰ کلونوکې سترې ویاړنې  لرلی دی؛ کله هم د مقاماتو له بې مهرۍ سره مخ شوې ، خو سره له دې هم له لوړو او ژورو په بریالیتوب سره را وتلې ده. ښاغلی سانچارکی دغه راز وویل: (( د دولتی ورځپاڼو د دیجیتلی چاپ لپاره هر اړخیزه طرحه  د مالیې وزارت ته وړاندې شوې، چې له بده مرغه د مالیې وزارت و نه کړاى شول د دې طرحې په تطبیق کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره مرسته وکړی.))

ښاغلى سیدآقا فاضل سانچارکی دې نمانغونډې ته په وینا کې روښانه کړه،چې د حکومت اوسنۍ چاپی رسنۍ باید په لوړه کچه تمویل او سراسری شی او د دښمن د ناوړو تبلیغاتو مخنیوى په ښه او لوړه کچه وکړی:
(( نن ډیورنډ کرښې ته په څېرمه سیمو کې پاکستانۍ چاپی رسنۍ خپرېږی، چې پارونو ته لمن وهی او د نظام پرضد د خلکو ذهنونه خرابوی، ولې د دې رسنیو پر ځاى هېواد ورځپاڼه هغوى ته نه رسېږی، چې د پاکستان د ناوړو ترهګریزو تبلیغاتو مخنیوى وکړی!)) ښاغلی سانچارکی په دې اړه زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دولتی ورځپاڼو جامع طرحه حکومت ته وړاندې کړې، چې له مخې یې دا ورځپاڼې سراسری او په لوړ تیراژ په ښه رنګه توګه چاپ شی، خو تر اوسه حکومت په دې اړه کوم تصمیم نه دى نیولى. ده غوښتنه وکړه، چې باید له ولسمشریزو ټاکنو وروسته راتلونکى حکومت د دولتی ورځپاڼو جامع طرحه  عملی کړی،چې په هېواد کې د ورځپاڼې لوستنې فرهنګ عام او د خلکو ذهنونه روښانه شی، چې د ترهګرۍ د ودې پر ځاى د ترهګرۍ او پردۍ جګړې پرضد ودرېږی!

د خپرونو چارو معیین ښاغلی سانچارکی د هېواد ورځپاڼې د اویایمې کلیزې مبارکی وویله او زیاته یې کړه، چې د اویا کلونو په پرتله اوس دې ورځپاڼې هم د محتوا او هم د مسلکیتوب له اړخه ډېر پرمختګ کړى، خو تیراژ یې باید لوړ شی، ده اندېښنه ښکاره کړه، چې د ورځپاڼې لیکنې امتیاز کم دى،چې باید ور ته ځانګړې پاملرنه وشی.

وروسته د جمهوررییس فرهنګی سلاکار زرین انځور د دولتی ورځپاڼو د ستونزو  د حل لپاره خپلې نظریې بیان کړې. د ولسمشر فرهنګی سلاکار او د ملی راډیو تلوېزیون پخوانی مشر زرین انځور د هېواد ورځپاڼې د خپرونو ستاینه وکړه ،خو زیاته یې کړه، چې حکومت باید د دولتی ټولو ورځپاڼو د پراختیا لپاره ځانګړې پاملرنه وکړی.وروسته اکاډمیسن سلیمان لایق په ((هېواد)) ورځپاڼه کې خپلې خاطرې او کړنې بیان کړې. اکاډمیسن سلیمان لایق د هېواد ورځپاڼې د اویایمې کلیزې په ویاړ غونډې ته د مبارکۍ تر څنګ خپلې هغه خاطرې بیان کړې، چې خپل ماموریت یې لومړى په هېواد ورځپاڼه کې پیل کړى و، ده زیاته کړه، چې دا ورځپاڼه د یرغلګر او تاریخی دښمن انګرېز د ناوړو موخو پرضد او په ځانګړې توګه د دغه دښمن په لاس د بېلو شویو افغان سیمو د آزادۍ او له لوى افغانستان سره د دغو سیمو د بېرته یوځاى کولو لپاره ایجاد شوه، چې په دې اړه د خلکو د ملی یووالی د ټینګښت لپاره تبلیغات وکړی.
د باختر آژانس رییس نجیب الله (شینواری) چې یو وخت د (هېواد) ورځپاڼې رییس و؛ هم د دغې ورځپاڼې د کاری برخې د ستونزو په باب د خپلو څرګندونو په ترڅ کې داسى ووىل:

هېواد ورځپاڼې اویا کاله مخکې نشراتی فعالیت پیل کړ. په یوه داسې ټولنه کې، چې ډېرو  خلکو یې لیک او لوست کولاى نه شواى، په یوه داسې ټولنه کې، چې اړیکې او ارتباطات په کې ډېر کمزورى وو او هغه مهال نوې راوتونکې ورځپاڼې ته خورا ګرانه وه چې ځان په ټولنه کې تثبیت کړی، لوستونکی ومومی او د خلکو زړونه ورخپل کړی. هو، هېواد ورځپاڼې په دغه راز حالاتو کې خپل لومړنى رسنیز ګام اوچت کړ. دا ګام خورا غښتلى و او له ټولو مهمه دا، چې تر شا یې ډېر پیاوړى سیاسی هوډ و، داسې هوډ، چې د ورځپاڼې ملا یې کلکه ور وتړله او هغه یې د راڼه او ځلانده لرلید خوا ته برابره کړه. هېواد  ورځپاڼې ډېر ژر د هغه مهال د مطبوعاتو په ډګر کې ځان د یوې ریښتینې او ژمنې رسنۍ په توګه څرګند کړ، نوم یې خوږ و، نشراتی مطالب یې خوندور وو او ډېرو پاکو او ژمنو ملی شخصیتونو یې چارې
پر مخ بېولې.

ښاغلی شینواری زیاته کړه، چې په تېرو اویاوو کلونو کې د افغانستان په تاریخ کې ګڼې پېښې رامنځ ته شوې، کودتاګانې او انقلابونه وشول، سیاسې رژیمونه بدل را بدل شول، واکمنان یو په بل پسې د واک له ګدۍ لرې کړاى شول،خو  هېواد ورځپاڼه د دغو ټولو بدلونونو او پېښو شاهده وه او د افغانستان د هر ریښتینی وګړی په څېر ځورېدله او کړېدله، خو د یوې ملی رسنۍ په توګه له خپلې اصلی نشراتی تګلارې ها خوا نه شوه او سترملی رسالت ته کلکه ژمنه پاتې شوه. که د تاریخ په هر پړاو کې د هېواد ورځپاڼې مطالبو ته کتنه وکړو، نو وینو چې د افغانستان ملی ګټې تل د ورځپاڼې د نشراتی تګلارې او پالیسۍ سره کرښه وه. دغې ورځپاڼې خلکو ته تازه او کره خبرونه په خپل وخت رسول او هم یې د خلکو د ذهنونو د روښانه کولو لپاره د ملی ګټو په رڼا کې لیکنې کولې، ستر ملی ارزښتونه یې ځلول او ټولنه یې د دغو ارزښتونو دفاع ته هڅوله. ښاغلی شینواری همدا راز د ورځپاڼې پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې هېواد ورځپاڼه نن هم همدا تګلاره او پالیسی پر مخ وړی.نن هم د وخت مهمه خبره د امریکا له واشینګټن پوست ورځپاڼې مطرح ده او پر ګرده نړۍ سیاست چلوی، خو شک نشته چې نن چاپی رسنۍ له سختې سیالۍ سره مخ دی. په اوسنیو شرایطو کې کلاسیکې رسنۍ د اطلاع رسونې یوازینۍ وسیله نه ده. نن هرڅوک، چې انټرنېټ ته لاسرسى لری، هغه  خبرونو او معلوماتو ته  هم لاسرسى لری. ګڼې ټولنیزې شبکې فعالې دی او په دغو شبکو کې په ساعتونو کې نه، بلکې په دقیقو او ثانیو کې معلومات خپرېږی. په دغه راز حالاتو کې ورځپاڼو ته ګرانه ده چې په رسنیز ډګر کې د سیالۍ له آزمونه بریالۍ راووځی، خو د دې خبرې مانا دا نه ده چې ګنې ورځپاڼې د دغې سختې سیالۍ جوګه کېداى نه شی. نړیوال جال (انټرنېټ) که له یوې خوا ورځپاڼې له سختې سیالۍ سره مخ کړې ، خو له بلې خوا یې بیا ورځپاڼو ته د نشراتی فعالیت د ودې، پراختیا او پرمختګ ښه شرایط هم برابر  کړی دی. دا د ورځپاڼو په کارکوونکو او چلوونکو پورې اړه لری چې څنګه له  معاصرې پرمختللې رسنیزې تکنالوژۍ څخه پوره او اغېزمنه ګټه واخلی. هېواد ورځپاڼې په تېر اویا کلن نشراتی فعالیت کې ولسونو ته خبرونه او نور اړین مطالب برابراو خپاره کړی دی.

اطلاعاتو ته د لاسرسی د کمېسیون مرستیالې نجیبې مرام د هېواد ورځپاڼې د اویایمې کلیزې په مناسبت مبارکی وویله او زیاته یې کړه، چې دولتی ورځپاڼې د دولت ژبه ده، باید دا ژبه داسې پیاوړې شی، چې د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره د خلکو فکرونه روښانه کړی او خلکو ته د نه ستړې کېدونکو هڅو او هاند مفکوره ورکړلاى شی، آغلې مرام په اوسنیو حالاتو کې د دولتی ورځپاڼو د کارکوونکو ستونزې یادې کړې،چې په ډېرو سختو حالاتو کې کار کوی او امکانات یې لږ دی، خو بیا هم په لږو امکاناتو ډېر دروند کار ته اوږه ورکوی. آغلې مرام وویل، چې دې ترخې تجربې تېرې کړې او کله چې یو وخت د کابل ټایمز ورځپاڼې مسووله وه، نو دې ولیدل، چې دولتی ورځپاڼې تر سخت فشار لاندې په لږو امکاناتو، چې آن برېښنا هم نه لری، خپرونې کوی.

د هېواد ورځپاڼې دایمی قلمی همکار سمیع الله سمېع پر حکومت سختې نیوکې وکړې، چې د فرهنګی خلکو لپاره یې توجه لږ او
د هغوى امتیازات کم دی.

او د (( هېواد)) ورځپاڼې مشر مسوول احمد زلمی شهباز هم د (( هېواد)) ورځپاڼې د خپرونو په باب خبرې وکړې او په دې مناسبت یې د غونډې له ګډون کوونکو مننه وکړه، چې د هېواد ورځپاڼې د اویایمې کلیزې په نمانځغونډه کې یې ګډون وکړ، ،ښاغلی شهباز له ټولو دولتی ارګانونو، په ځانګړې توګه د ولسمشرۍ له ریاست او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه او د خپرونو له معیین څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې په خپرنیزو چارو کې یې ازاد پر ېښی او هېڅ ډول سانسور پرې نشته، ده زیاته کړه: (( موږ ته چا نه دی ویلی، چې کوم خبر چېرې ونیسئ او یا مو دا خبر ولې نه دى خپور کړى، موږ په ټول وس هڅه کوو، چې د ملت د غوښتنې پر اساس د رسنیو د جامع قانون تر سیوری لاندې مسلکی خپرونې وکړو ، بیا هم په دې اړه قضاوت خپلو مینوالو ته پرېږدو. په پاى کې لیکوال عبدالهادی قریشی زلمی شهباز ته د هېواد ورځپاڼې د اویایمې کلیزې په مناسبت خپل د ((  افغانستان د اعلىحضرت احمد شاه بابا له عصر څخه تر شاه امان الله خان غازی پورې )) تر عنوان لاندې کتاب ډالۍ کړ. د غونډې په پاى کې د هېواد ورځپاڼې د اویایمې کلیزې په ویاړ جوړ شوى کېک چې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په کې په ښکلی رنګ جوړه شوې وه، پرې او پر ګډونوالو ووېشل شو،بیا د هېواد ورځپاڼې له لومړۍ ګڼې نیولې د بېلابېلو نظامونو په دوران کې ددغې ورځپاڼې کلکسیونونه  نندارې ته وړاندې شول. د یادونې وړ ده، چې د هېواد ورځپاڼې د اویایمې کلیزې په مناسبت غونډې ته د عامه کتابتون ادارې ښه فضا رامنځته کړه او دې غونډې ته یې د مطالعې تالار ځانګړى کړى و، له همدې امله د هېواد ورځپاڼې اداره، د عامه کتابتون له مشرتابه او ټولو کارکوونکو د زړه له تله مننه کوی!

ممکن است شما دوست داشته باشید