روزنامه هیواد

د هېواد لومړۍ مېرمن د پلوشې عمری هڅې وستایلې

د هېواد لومړۍ مېرمن رولا (بی بی ګل) غنی وړمه ورځ په خپل دفتر کې د هلمند اوسېدونکې پلوشې عمری ،چې د سینې سرطان مخنیوی په اړه د عامه پوهاوی کتاب لیکلی او د ښځو د حقونو مدافع ده، کارونه وستایل.په پیل کې پلوشه عمری وویل: په ولایتونو کې د سینې سرطان پرناروغۍ د ښځو پوهاوی، ځکه مهم دی، چې وکولی شی په هماغو لومړیو مرحلو کې د دغې وژونکې ناروغۍ د مخنیوی اقدامات وکړی. نوموړې زیاته کړه: په دې کتاب کې د سینې په سرطان اخته ښځو ته لارښوونه کېږی، چې په وجود کې تر خورېدو وړاندې د سینې سرطان ناروغی وپېژنی، د ځان درملنه وکړی او پر ځان د باور ترڅنګ د مخنیوی لپاره احتیاطی تدابیر ونیسی. د هغې همکار عبدالعزیز پکتین چې د دې کتاب په لیکلو کې یې ورسره مرسته کړې وویل: دغه کتاب د سینې سرطان مخنیوی په علمی اساساتو لیکل شوی، له نړیوالو سرچینو په کې استفاده شوې، عام فهمه دی او تصویرونه یې هم مېرمنو ته پیغام آسانوی. د افغانستان د طبی عالی شورا رییسې او د سرطان ضد مبارزې بنسټ د بورډ رییسې نسرین اوریاخېل پلوشې عمری څخه په مننې وویل: د سینې سرطان مخنیوی په موخه د عامه پوهاوی دغه کتاب به تکثیر او ټولو ولایتونو ته ووېشل شی. نسرین اوریاخېل وویل: په نږدې راتلونکې کې به د سینې سرطان ضد مبارزې بنسټ په هلمند کې هم خپل کار پیل کړی او د یادې ناروغۍ په اړه به هلمندۍ مېرمنو سره له نږدې کار وکړی. رولا (بی بی ګل) غنی د پلوشې عمری هڅې او کارونه وستایل او وې ویل: د هلمند په څېر په لرې پراته ولایت کې له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ستاسو هڅې نړۍ ته د نوی افغانستان پیغام ورکوی.رولا( بی بی ګل) غنی وویل: په ولایتونو کې د ناسمو دودونو له امله د سینې په سرطان ډېری اخته مېرمنې درملنې ته نه حاضرېږی او د ښځو له لوری هغوی ته د عامه پوهاوی دغه فعالیتونه ارزښتناک او د قدر وړ دی. بی بی ګل وویل: د علم او پرمختګ د دښمنانو هېڅ ډول فشار د ځوانانو په زده کړواو نوښت مثبت لور ته تلونکی افغانستان له دې بهیر څخه نه شی راګرځولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید