روزنامه هیواد

د هېواد د پرمختګ لپاره باید په کور د ننه پانګونه وکړو

د حکومتونو یوه موخه استخدام دی،  نو که چیری حکومتونه غواړی وګړو ته د کار زمنیه برابره کړی، اړینه ده چې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې په هېواد کې را جذب کړی. حکومت په یوازې ځان نه شی کولی چې خلکو ته د حکومت په چوکاټ کې د کار زمینه برابره کړی، وګړی ډېر دی او د حکومت تشکیل کم دی. دلته حکومت اړ دی ، چې کورنی او بهرنی پانګوال را جذب کړی او هغوی ته د هېواد په دننه کې د پانګونې زمنیه برابره کړی.که نورو هېوادونو ته نظر واچوو هلته وګړی یوازی له حکومت سره په کار نه وی بوخت ،  بلکې خصوصی سکتور په کار ورسره بوخت وی. زموږ افغانان چې بهر ته سفر کوی یوازینۍ موخه یې د ډېرو پیسو ګټل وی، ډېرې پیسې پیدا کول د بیکارۍ په وسیله نه کېږی ، بلکې ډېر کار باید وکړی، تر څو ډېرې پیسې پیدا کړی. متاسفانه په افغانستان کې د کار زمینه د خلکو له غوښتنو کمه ده، نو مجبور دی چې بهرنیو هېوادونو ته لاړ شی، څو هلته په دنده وګمارل شی او په پایله کې وکولای شی ځان بسیا او د کورنۍ اړتیاوې پوره کړی.

د افغانستان په تاریخ کې د احمدشاه بابا له مهاله را په دې خوا حکومت په هغې اندازه خلکو ته د کار زمینه نه ده برابره کړی، په کومه کچه چې خلک اړتیا ورته لری، بلکې
د خپل وس په اندازه توانیدلی چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړی. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې استوګن وګړی په ټیټه کچه وو او ډېر وګړی د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې مسافر او یا هم کډوال وو او د پاتی وګړو زیاته پاملرنه کرنې، مځکې پالنې او سوداګرۍ ته ور اوښتې وه  نو په حکومت کې ډېر کم خلک په دندو بوخت وو، ځکه چې په هغه وخت کې معاشونه ډېر کم وو له  افغانستان سره د نړۍ راکړه ور کړه نه وه افغانستان د نړی له پامه غورځیدلی و او یو وروسته پاتی هېواد و، نو یو هېواد هم ور سره د بودجی د تمویل لپاره مرسته نه کوله. کله چې پخوانى ولسمشر حامد کرزى واکمنۍ ته ورسېد ، نو په دغه وخت کې د نړۍ پام افغانستان ته را واوښت خصوصاً د امریکا متحدو ایالتونو او دا هېواد د هغو هېوادونو په ډله کې دی،  چې په نړۍ کې له ډېرو هېوادونو سره مرسته کوی، ځکه هغه ارګانونه چې د وروسته پاتی هېوادو سره مرسته کوی د هغو مرکزی دفتر په امریکا کې دی ، چې په همدې لړ کې امریکا له افغانستان سره د خپلو مرستو لړۍ پیل کړه. افغانستان ته د ۴۵ په خواو شا کې هېوادونه راغلل چې د هماغو هېوادونو په واسطه په افغانستان کې د ساختمانی، سرک جوړونې، زراعت، معادنو او اوبو په برخو کې پانګونې وکړی، چې په نتیجه کې یې د خلکو لپاره د کار زمینه برابره شوه ورو ورو په افغانستان کې بهرنی او بهرنۍ پانګونې را جذب شوې. او ډېر خلک پر کار بوخت شول .په افغانستان کې د استخدام په برخه کې بهرنۍ پانګونې مستقیمې اغیزې لری ،ځکه افغانستان له وروسته پاتې هېوادونو څخه دی چې اوس یې ګام د پرمختګ لپاره ایښی ، نو ناشونې ده چې حکومت ټول خلک د دولت په چوکاټ کې استخدام کړی، بلکې اړ دی چې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې را جذب کړی، چې وکولای شی خلکو ته د کار زمینه برابره کړی په دې برخه کې تر ټولو عمده مسوولیت د مالی  سکتور دى چې په نوموړې سکتور کې د مالیې ، اقتصاد ، تجارت او ترانسپورت وزارتونه مسوول دی، ځکه دوی د یو هېواد وړوکى او لوی اقتصاد جوړوی او تر څنګ یې عایداتی سرچینې پیدا کوی، نو د پانګوالو د تشویق لپاره د  مالیې وزارت مسوول دی چې دوی ته د پانګونې لا غوره زمینه برابره کړی او تر دې دمه دمالیې وزارت په دغه رول کې ښه لوبېدلى او ګڼ شمېر بهرنۍ او کورنۍ پانګونې یې را جذب کړی. د بهرنۍ پانګونې را جذبول یوازې په استخدام کې ګټور نه دی ، بلکې  حکومتونو ته ګڼ شمېر ګټی لری. له دې ګټو یې یوه هم د عوایدو لوړېدل دی کله چی یوه بهرنۍ موسسه راځی او په افغانستان کې پانګونه کوی تر څنګ یې خلک استخداموی، حکومت ته مالیات هم ورکوی او له دې سره د حکومت عواید لوړېږی. کله چې د حکومت عواید لوړ شول ،نو حکومت کولای شی بېلابېلې چارې مخ ته بوزی او  د چارو یا کارونو د پرمخ بیولو لپاره بیا هم خلکو ته اړتیا ده او بېرته خلکو ته د کار زمینه برابروی.د یادولو وړ بولم، چې حکومتونه باید همېشه په دې فکر کې وی ،چې څنګه وکولای شی بهرنۍ پانګونې په یو هېواد کې را جذب کړی. هغه هېوادونه چې تېل لری لکه عربی هېوادونه هغوی ډېر د بهرنیو پانګوالو د جذب په فکر کې نه دی، ځکه هغوی ته بهرنیان اړتیا لری. هغه هېوادونه چې تېل نه لری او یا نورې لږې زېرمې لری، نو هغوی ته په کار ده چی بهرنی پانګوال را جذب کړی ،چې په یو صادراتی هېواد بدل شی. افغانستان یو بېوزله او وارداتی هېواد دی، نو که چیری غواړئ په صادراتی هېواد بدل شی، خلکو ته د کار زمینه برابره شی، خپل داخلی عواید پورته لاړ شی او له اقتصادی لحاظه پرمختګ وکړی ،نو باید بهرنۍ پانګونې را جلب کړی. د بهرنۍ پانګونې تر څنګ داخلی پانګونې هم ډېره اړتیاده، هر هېواد ته او خصوصاًْ افغانستان ته بهرنۍ پانګونې موقتی دی.  داخلی پانګونې دوامداره دی، نو په همدی فکر وکړئ هم د خپل هېواد د پر مختګ لپاره باید په خپل هېواد کې پانګونه وکړئ، چې له بده مرغه  زموږ هېوادوال خپله سرمایه له افغانستان څخه بهر مصروفوی، چې دا هم د افغان حکومت په ګټه نه ده. راځئ د وطن د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره یوه افغانۍ په افغانستان کې مصرف کړو ،چې یو باثباته، پرمختللى او پر ځان بسیا هېواد ولرو.

عبادالله درمان

ممکن است شما دوست داشته باشید