روزنامه هیواد

د هېواد خاوره د مور حیثیت لری

په افغانستان کې جنګ د سیمې د هېوادونو تیارو ته رڼا وربخښی، خو د دې جنګ سرې مرمۍ د افغانانو په وجود کې کږې لارې کوی او په ډېر ګړندیتوب د دې ځپل شوی وجود په رنګونو کې سوړوالى مومی.دلته واړه اشخاص د جنګ په څرنګوالی پوهېږی، خو غلیم د جنګ او شخص تر منځ یو ډول داسې له خولو ډکه ښیښه نصب کړې ،چې د پورې غاړې د جنګ تفکیک نه شی کولای؛ ځکه خو دلته د جنګ لوری د افغانانو وجودونه اره کړل، شان او حیثیت یې ورځنې واخیست، د دودونو او اعتقادونو فلسفه یې ورځنې ګډه وډه کړه، سیاسی او ټولنیز چاپېریال یې زموږ د جنګ په لوګیو ککړ کړ، کلتوری او مذهبی شالید یې د افراطیت په موجونو ومینځله، آن دومره مبارزه مو ونه کړه، چې د یادې خوله شوې ښیښې خوله پاکه کړو او د دې نیابتی جنګونو د خلاصون لپاره د سمون لاره انځور کړو.دې خاورې د چنګېز، شاه شجاع، میکناټن د پښو تلې وسوځولې، د انقلاب هر ډول ستر مزایلونه، لونا، سکاټونه او د په میلیونونو مرمیو موجونه یې په خپل وجود کې ډب کړل، د جهاد او مقاومت سوړ جنګ یې پر خپله اوږه واخیست، دې خاورې له موږ سره د خپلې مور په شان بې له کومې موخې مینه وکړه احسان یې راباندې وکړ، خو موږ څه وکړل.بس ده، نور د دې خاورې احسان ومنئ، خیانت ورسره مۀ کوئ، فساد په کې نور مه خپروئ او  د جنګ سپرم په کې مه پاشئ.

عبېد افغان

ممکن است شما دوست داشته باشید