روزنامه هیواد

د هېوادوالو د لا ښه امنیت د تامین او خوندیتوب په موخه امنیتی او دفاعی ارګانونو رهبری ته لازمې لارښوونې وشوې

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غنی په مشرۍ د ملی امنیت شورا غونډه پرون ماسپښین په ارګ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د افغانستان د عمومی امنیتی وضعیت، د دښمن له لورې د متوجه ګواښونو او د هغو د مخنیوی او دفعه کولو، له خلکو سره د نږدې همکارۍ ، د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو پر لاپیاوړتیا، تجهیز  او همغږۍ هراړخیز بحث او خبرې وشوې.

ملی امنیت شورا غونډې ټینګار وکړ چې ملی دفاع وزارت دې د ملی امنیت شورا دفتر سره په همغږۍ د دښمن د متوجه تهدیدونو د دفعه کولو لپاره لازیات اقدامات وکړی. همدا راز به په هر ډول ممکنه شرایطو کې د هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونو ته رسیدګی کېږی. د غونډې په پای کې د هیوادوالو د لا ښه امنیت د تامین او خوندیتوب په موخه  د امنیتی او دفاعی ارګانونو رهبری ته لازمې لارښوونې هم وشوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید