روزنامه هیواد

د هوا پېژندنې اداره وایی سږنیو ورښتونو وچکالی پای ته رسولې

د سږنی ژمی ورښتونه د تېرو څو کلونو په پرتله په سلو کې ۶۰ زیات وو. د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله خورا ډېر ورښت شوی دی.

د راپورونو له مخې، پر هندوکش، بابا او سپین غره سږ کال زیاتې واورې اورېدلې او له کندهاره تر فراه پورې په جنوب لوېدیځه حوزه کې، چې له ډېرو کلونو راهیسې پکې ورښت ډېر لږ شوی، په سږنی ژمی کې زیات بارانونه اورېدلی چې له کبله یې په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې په زرګونه کورونه او پراخې کرنیزې مځکې سېلونو زیانمن کړی او ۶۰ تنه مړه شوی دی.

سره له دې چې په یو شمېر شمالی ولایتونو کې په نسبی ډول کم ورښت شوی خو د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وایی چې ډېره هیله شته چې وچکالی به پای ته ورسېږی.

تېر کال له بادغیس او غور ولایتونو څخه تر دوه نیم لکه زیات خلک د وچکالۍ له لاسه بې ځایه شول.

د هوا پېژندنې د ادارې له اټکل سره سم پرون /دوشنبه/ د افغانستان په مرکزی او جنوبی سیمو کې له ۲۰ تر ۳۰ میلی متره ورښت وشو.

دا اداره په عین حال کې په خوست، ارزګان، غزنی، زابل او پکتیکا ولایتونو کې د سېل د جاری کېدو خبرداری ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید