روزنامه هیواد

د هوا د ککړتیا د مخنیوی د لارو چارو پر څرنګوالی بحث وشو

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د  جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ غونډې وړم ماښام د افغانستان د  چاپېریال ساتنې ملی ادارې د مسوولینو او ټولو اړوندو بنسټونو د استازو په ګډون د  هوا د ککړتیا د مخنیوی پر څرنګوالی بحث وکړ.په دغه غونډه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په پیل کې جمهوررییس د هوا د ککړتیا د مخنیوی کمېسیون پر کار او د دغه کمېسیون د غړو پر بې تفاوتۍ خپله نارضایتی وښوده او وې ویل، زه شخصاً د دغه کمېسیون ریاست په غاړه اخلم.

جمهوررییس وویل، د لومړیو لسو ورځو په هرو دوو ورځو کې دې په بېلابېلو برخو کې منظمې غونډې جوړې او د هوا له ککړتیا دې د خلکو د خلاصون لپاره منظم پلان طرحه شی. وروسته د چاپېریال ساتنې ملی ادارې مسلکی معیین انجنیر عزت الله صدیقی  د هوا د ککړتیا د مخنیوی او کمولو په برخه کې د عملی پلانونو د تطبیق په اړه خپل راپور وړاندې کړ. هغه په روان کال کې د هوا د ککړتیا د وضعیت، د هوا له کیفیت څخه د څارونکی سیستم او د هوا د کیفیت د ښه والی په موخه د  خپلو کړنو په اړه خبرې وکړې.صدیقی د ژمی په موسم کې په اوونۍ کې د رخصتۍ د یوې بلې ورځې د زیاتولو، په کابل کې د غټو باروړونکو موټرو د تګ راتګ، د عامه پوهاوی او ماسکه د استفادې د کمپاین، د ‌ډبرو سکرو په استفاده کې د کمبود په خاطر د مایع ګازو په کیفیت او بیې د ثابت ساتلو، د اوږدمهالې برېښنا د تامین، د هوا د څارنې سیستم د ایجاد، د اپارتمانونو د ګرمولو (تسخین) سیستم د  څارنې، د عامه ترانسپورټ سیستم د ایجاد او د نیالیګو اېښولو او څارنې په اړه خپل وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل.وروسته د دولت جوړونکی ټیم لومړی مرستیال او د افغانستان د زرغون بهیر رییس امرالله صالح د هوا د ککړتیا د مخنیوی په اړه خبرې کړې. هغه د زړو ټایرونو د سوځولو په ځانګړی ډول په حمامونو او د بې کیفیته ډبرو سکرو څخه استفاده په ژمی کې د هوا د ککړتیا عمده لاملونه وبلل او دګرمولو لپاره د بدیلو سون توکو د لټون غوښتونکی شو.وروسته په عامه اړیکو او ستراتېژیکو چارو کې د جمهوررییس ستر سلاکار وحید عمر، د  چاپېریال ساتنې ملی ادارې رییس شاه زمان میوندی او د اړوندو ادارو ټولو استازو د هوا د ککړتیا د مخنیوی د  څرنګوالی په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل. جمهوررییس غنی د دوى د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، د هوا د ککړتیا سنجونکو دستګاو پېرلو په موخه دې د  چاپېریال ساتنې اداره خپل پیشنهاد وکړی چې د مالیې وزارت له لوری پیسې ورکول شی.جمهوررییس وویل، په راتلونکی غونډه کې د پنځو ښارګوټو په اړه چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځېدلی وی خپل پیشنهادونه وکړئ. هغه زیاته کړه، د یادو ښارګوټو او همدارنګه د  خښتو بټیو له مالکانو سره  چې د  هوا د ککړتیا ستونزې یې ایجاد کړې خبرې وکړې او په لسو ورځو کې دې حل لارې د منظم وړاندیز ضمیمه راوړل شی.جمهوررییس څرګنده کړه، ښارګوټی دې له لمریزې انرژۍ څخه د استفادې په اړه خپل وړاندیزونه هم وکړی او په هغو ښارګوټو کې چې د غیرمعیاری او نافلتر شویو ‌ډبرو سکرو  استفاده کېږی، مخنیوی وشی.جمهوررییس همداراز وویل، یو پلاوى دې توظیف شی چې د ډبرو سکرو د استفادې بېلابېل ابعاد وارزوی او په حمامونو کې هم باید له ګازو  استفاده وشی.جمهوررییس غنی زیاته کړه، باید د ماسکونو د پېرلو وړاندیز ترتیب او د باکیفیته ماسکونو ډاډ دې ترلاسه او په راتلونکو څلورو میاشتو کې دې د هوا د ککړتیا اساسی لاملونه تشخیص شی.  جمهوررییس وویل، مالیې وزارت دې د موټرو په تعرفو کې تغییر راولی او ترانسپورټ وزارت دې باربری اتحادیې تشکیل کړی. هغه همداراز د سرسبزۍ او نیالګیو اېښودلو په اړه وویل، په شلو ورځو کې د ځنګلونو په  خاطر خپله طرحه وړاندې او د سېلابونو مخنیوی استنادی دېوالو مسئله دې هم حل شی.جمهوررییس د   خبرو په پاى کې وویل، زموږ واضح تمرکز باید په راتلونکو درى میاشو کې د عملی اقداماتو له مخې واضح پایلې ولری او هره میاشت د هوا د ککړتیا د مخنیوی په برخه کې کابل ښاریانو ته نوى زېرى ولرو.

ممکن است شما دوست داشته باشید