روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هوایی ډګرونو له لارې په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د افغانستان د ملکی هوایی چلند اداره وایی ، چې د روان م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان نه څه باندې شپږ زره ټنه سوداګریز توکی بهر ته صادر شوی دی.د دغې ادارې ویاند په وینا دغه توکی له بېلابېلو هوایی شرکتونو الوتنو له لارې چین، سعودی، هند، امارات، ترکیې او کویټ ته لېږدول شوی‌ دی.محمد نعیم صالحی پرون امریکا غږ ته ویلی : (( د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د صادر شویو توکو کچه د ورته تېر کال ورته وخت په پرتله ۳۰ سلنه ډېره شوې ده.))په ۲۰۲۰ م کال کې د افغانستان د هوایی ډګرو له لارې څه باندې ۳۵۰ زره ټنه سوداګریز توکی بهر ته صادر شوی و.د ښاغلی صالحی پر وینا په صادر شویو توکو کې د افغانستان با کیفیته وچه مېوه، غالۍ، د زعفرانو په شمول دارویی بوټی او ورته نور توکی شامل دی.افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې له هند سره هوایی دهلیز پرانیست او له هغې وروسته یې دا لړۍ چین، یو شمیر عربی او اروپایی هېوادونو ته هم وغځوله.د رپوټونو پر بنسټ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وېیلی چې ((افغانستان په ۲۰۱۹ م کال کې د هوایی دهلېزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته شاوخوا ۵زره او ۳۰۰ ټنه سوداګریز توکی صادر کړی دی.))د دغه وزارت د معلوماتو په اساس، افغانستان په ۲۰۱۹ م کال کې یو میلیارد ډالره صادرات درلودل چې دا کچه د همدې کال مخکې په پرتله د صادراتو تر ټولو لوړه کچه ښیی.سر بېره پر دې د افغانستان بانک معلوماتو پر بنسټ، په تېر ۲۰۲۰ م کال کې له دغه هېواد نه بهر ته د هوایی دهلېزونو له لارې د ۱۹۴ میلیون ډالرو په ارزښت ۷۴۱۴ ټنه کورنی محصولات صادر شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید