روزنامه هیواد

د هنګری د سفیر د مېرمنې موبایل په اسلام آباد کې غلا شوى

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د دغه هېواد په یوه لوکس پنځه ستوریز، سیرینا هوټل، کې د اروپایی هېواد هنګری د سفیر د مېرمنې موبایل غلا کړای شو.سما تلوېزیون د سفیر د مېرمنې،‌ ایمیلیا سلابو، له قوله په خپل وېب سایټ لیکلی، چې موبایل یې د هوټل د لوی تالار په مېز ایښی او دا تشناب ته تللې وه، چې راستنه شوه ګوری چې موبایل یې نه شته.مېرمن سلابو د هوټل مدیریت له پېښې خبر کړی، خو هغوی ورته ویلی ،چې په تالار کې کمرې نه دی لګېدلی، نو نه شی ویلی چې موبایل به یې چا پورته کړی وی.په اسلام آباد کې د هنګری د سفیر مېرمنې د هوټل د مدیریت په خبره قناعت نه دی کړی او په پلازمېنه کې یې پاکستانی پولیسو ته عریضه کړې او غوښتنه یې کړې ،چې د موبایل د IMEI د پلټلو له لارې دې د هغې د موبایل پل پسې واخیستل شی.تر دې مخکې، د روان کال د سپتمبر په میاشت کې یوه جیګپوړی پاکستانی چارواکی اسلام آباد ته د ورغلی یوه کوېټی پلاوی له مشر څخه د هغه بکسه او د پیسو بټوه غلا کړی وو، چې
وروسته پولیسو ونیو.‌

ممکن است شما دوست داشته باشید