روزنامه هیواد

د هند پارلمان ته یو شمېر فلمی ستوری بریالی شوی

د هند د صدراعظم نریندر مودی ملتپال ګوند د دغه هېواد په عامو انتخاباتو کې تاریخی برى ترلاسه کړى دى.لومړنۍ نتیجې ښیی چې د دغه هېواد د صدراعظم نریندر مودی ګوند اکثریت ګټلی دی.

دا انتخابات، چې په شپږو اوونیو کې وشول، د ښاغلی مودی په اړه ټولپوښتنه ګڼل کېږی.

د هند د انتخاباتو د کمېسیون رسمی نتیجې ښیی چې د ښاغلی مودی بهارتیا جنتا ګوند د هېواد له ۵۴۲ پارلمانی چوکیو ۲۹۲ چوکۍ ګټلې دی حال دا چې د پارلمان د استازیو د جرګې د اکثریت لپاره ۲۷۲ چوکیو ته اړتیا ده.دا له ۱۹۸۴ م کال را په دې خوا لومړى ځل دى چې یو ګوند په هند کې دوه وارې سر په سر انتخابات ګټی.د هند د لوک سبها یو شمېر چوکۍ د هند د بالیووډ ځینو ستورو ګټلې دی.د هغوى په منځ کې مشهوره سینمایی ستورې همالانی، سنی دیول، هانس راج هانس (سندرغاړی)، کرون کهیر، اورمیلا متن کهر او راوی کیشن شامل دی.خو ځینو سینمایی ستورو انتخابات بایللی دی؛ لکه شتر ګهنسینا، راج ببر، راجیو پردا.د اپوزیسیون اصلی ګوند کانګرېس ۵۱ چوکۍ ګټلې دی.د هند د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن سوارج، چې د بهارتیا جنتا ګوند مهمه مشره هم ده، په یوه ټوېټ کې لیکلی چې ګوند یې غوڅ اکثریت ترلاسه کړى دى.ځینې کتونکی وایی چې د مودی د ګوند دا ډول قاطع برى به د هندوانو سختدریځې ډلې زړه ورې کړی او دا کېدای شی چې مسلمانانو ته یو خبردارى وی.په هندوستان کې په اټکلی توګه هره میاشت تر یو میلیون او ۲۰۰زرو زیات ځوانان د کار مارکېټ ته راځی او د دوى لپاره د کارموندنې شرایط برابرول به د نوی حکومت پر وړاندې لویه ننګونه وی.د هندوستان د اقتصاد یوه څارونکی تحقیقی اداره وایی، په‌  هېواد کې د اپرېل په میاشت کې بې‌کاری ۷،۶ سلنې ته پورته شوه چې دا له ۲۰۱۶ میلادی کال راهیسې د بې‌کارۍ تر ټولو لوړه کچه ده.خو په پارلمان کې قاطع اکثریت به مودی ته لاره هواره کړی چې له بې روزګارۍ سره د مبارزې لپاره اصلاحات وکړی او د کلیوالو د نارضایتۍ د کمولو لپاره کار وکړی.اقتصاد پوهان وایی، د هند راتلونکی صدراعظم یعنی مودی باید پانګه‌وال وهڅوی، څو داسې پانګونه وکړی چې خلکو ته دندې پیدا شی.د روېټرز خبری اژانس په یو راپور کې په دې اړه ویل شوی، د امریکا او چین په څېر د لویو سوداګریزو شریکانو سره د هندوستان سوداګریزې اړیکې هم لړزانده دی.د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره له هنده د لوړو ګمرګی تعرفو، له امریکا څخه د واردېدونکو طبی وسایلو د بیو د محدودیت او انټرنټی سوداګرۍ د اصولو په برخو کې غوښتنې لری.د اقتصاد پوهانو په وینا د امریکا او چین ترمنځ وروستۍ سوداګریزې شخړې هم د هندوستان ستونزې زیاتې کړی دی.د هند د راتلونکی حکومت لپاره د دې هېواد له ملی امنیت سره تړلې مسئلې او د پاکستان سره شته کړکېچ هم له لویو ننګونو ګڼل کېږی.په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې د وسله‌والو په یو برید کې۴۰ هندی سرتېری ووژل شول او مودی یې د غچ لپاره پاکستان ته جنګی الوتکې واستولې، د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید