روزنامه هیواد

د هندواڼې روغتیایی ګټې

په دې وروستیو کې د افغانستان د هندواڼو بیه په بېساری ډول ټیټه شوې او په بازار کې ډېره ارزانه خرڅېږی. دولت یې د ساتلو لپاره تر اوسه کوم تدابیر نه دی نیولی او متاسفانه زموږ په هېواد کې سړې خونې هم  هومره جوړې شوی چې بسنه وکړی،هر کال زموږ هندواڼې او خټکی  د موسم په وخت کې خپل ارزښت له لاسه ورکوی او وروسته له څه مودې څخه له نورو هېوادونو هندواڼې، چې څو چنده بې کیفیته وی او د ودې مختلف هورمونونه او حشره وژونکې دواوې پرې استعمال شوې وی او د انسان د روغتیا لپار مضر دی په ډېر لوړقیمت زموږ مارکېټ ته واردیږی

د موسم په وخت کې خلک داسې فکر کوی، چې دغه میوې باید د خپل کور لپاره استعمال نه کړم او داسې انګېری، چې د مېلمستیا لپاره، خو هېڅ مناسبه نه دی، ځکه میلمانه داسی فکر کوی، چی په بازار کې  یې تر ټولو ارزانه میوه ورته رانیولې. د دې پر ځای په ډېر لوړ قیمت وارد شوې بی کیفیته میوې، چې له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته واردی شوی اخلی، نو په دې خاطر ما مناسبه وګڼله چې د هندواڼې د ګټې په اړه څو کرښی ولیکم، چې خلک د هندواڼې دګټې په اړه معلومات ترلاسه کړی:

د بدن د اوبو له کموالی سره مرسته کوی:  د انسان بدن اوبو ته اړتیا لری او دغه کار باید په دوامداره توګه و شی. هندواڼه په خپل ترکیب کی ۹۲ سلنه اوبه لری. په ځانګړې توګه هغه کسان، چی ډېر وزن لری او د دې تر څنګ ډېره اشتها لری او ځان نشی کنترولولای، تر ټولو غوره طریقه داده، چې اوبه لرونکی خواړه او میوه وخوری، ځکه له یوې خوا موړ شوى وی او له بلې خوا یې بدن په کافی اندازه اوبه اخیستی وی.

اړین مرکبات او غذایی توکی لری: په مېوو کې هندواڼه تر ټولو ډېره کمه کالوری ( انرژی) لری، په یوه ګیلاس (۱۵۴ ګرامو) کی ۴۶ کالوری لری، خو په همدې ګیلاس کې ځینی نور غذایی توکی لری چې لاندې وېټامینونه او منرالونه په کې شامل دی:

  • وېټامین سی ۲۱- سلنه
  • ویټامین A  ۱۸- سلنه
  • پوتاشیم ۵ -سلنه
  • مګنیزیم ۴ -سلنه
  • ویتامین B12، B5 او B6  درې سلنه لری.

د دې ترڅنګ هندواڼه ډېر مقدار کیروتنویدونه، چې په کی beta carotene او lycopene  شامل دی لری. سر بیره پر دې یو ډېر مهم امینو اسید، چې د citrulline په نامه یادیږی هم په خپل ترکیب کی لری.

غوره انتی اوکسیدانت دی: کېدای شی ډېرو ته انتی اوکسیدانت ګونګ وی. د انسان په وجود کې د تعاملاتو په پایله کی مختلف فعال رادیکلونه (کېمیاوی مرکبات) آزادایږی. که چیری دغه راډیکلونه په همدې ډول پاتې شی، کولاى شی له نورو مالیکولونو سره، چې په حجره کی او یا له حجرې څخه د باندې شتون لری تعامل وکړی او په نتیجه کې د حجرې د تخریب سبب وګرځی او حتی د ځېنو مختلفو امراضو د رامنځته کېدو لامل کېدای شی. له وخته مخکې زړښت هم په همدې پوری اړه لری په هره اندازه، چی انتی اوکسیدانت ډېر استعمال شی په هغې اندازه د انسان جلد شفاف او د بدن حجرې یې سالمی وی.  انتی اوکسیدانت په حقیقت کې د اوکسیدیشن ضد دی، نو په هندواڼه کې لاندې توکې د انتی اوکسیدانت خاصیت لری:

لومړى، وېټامین  C : یو ډېر قوی انتی اوکسیدانت دی، چې حجره د آزادو راډیکلونو له تخریب څخه مخنیوی کوی.

دوهم،  کیروتینویدونه:  کیروتینویدونه د نباتی مرکباتو یو ګروپ دی، چې الفا کېروتین او بیتا کیروتین لری او د انسان بدن هغه په وېټامین  A بدلولای شی.

درېیم، لایکوپین : لایکو پین د کیروتین یو ډول دی، چې په وېټامین ای نه بدلیږی. دغه فعال انتی اوکسیدانت د نبات میوو ته سور رنګ ورکوی. لکه رومی او هندواڼه او ډېرې ګټې لری.

څلورم: کوکوربیتاسین E (Cucurbitacine E): د نباتاتو یو مرکب دی، چې انتی اوکسیدانت او د التهاب ضد تاثیرات لری. ترخه هندواڼه د خوږې هندواڼې په نسبت دا مواد ډېر لری.

پنځم ، هندواڼه د سرطان ضد مواد لری:  هندوانه د سرطان دمقابله کوونکو غذاوو په توګه عمل کوی. د انتی اوکسیدانت ډېر پریمانه مقدار د انسان د صحت لپاره ګټه لری. مطالعات ښیی چې لایکو پین  lycopene چې په هندواڼه کې د اساسی کریتونویدونه له جملې څخه دی، د پروستات سرطان د خطر کموونکو له ډلو څخه دی. د سرطان مبارزه کوونکو وړتیا د نارینه وو لپاره تر ټولو ډېرې ګټې لری. سر بیره پر دې څېړنې ښیی، چی لایکوپین حجرې ممبران قوی ساتی، چې دوی خپل ځان له زهری موادو څخه ، چې د حجراتو د مرګ او یا هم د موټیشنونو د ایجاد سبب ګرځی. دا چې هندوانه وېټامین A او ویټامین C لری، چې د واړه د آزادو راډیکلونو په تخریب کې ونډه لری او د  DNA د تخریب مخنیوی کوی، تر څو سرطانی حجرات رامنځته نشی.

پوهنیار خادم حسین سعیدی

ممکن است شما دوست داشته باشید