روزنامه هیواد

د هلمند یوتن بزگر رفیق الله  داودزى: موږ کولاى شو د هلمند رود اوبه ووینو یا لاس او پېښې په کې ومینځو خو خپلو مځکو ته یې نه شو را گرځولى

د افغانستان په ډېرو برخو کې سختې وچکالۍ که له یوې خوا د اوبو د نویو بندونو د جوړېدو له پلانونو سره مرسته کړې ، بله خوا همدې مسئلې له ایران سره د هلمند د اوبو پر سر کړکېچ لا پسې ډېر کړى دى.له ایران سره د افغانستان د اوبو له  لسیزو راهیسې اختلافاتو د افغانستان هغه اندېښنې هم لا پیاوړې کړې چې وایی، تهران له وسله والو طالبانو سره مرسته کوی.رفیق الله داوود زى یو له هغو بزګرو دى چې مځکې یې د افغانستان په جنوبی ولایت هلمند کې د رود تر څنګ دی، خو د اوبو له نشتوالی څخه یې سږکال حاصلات کم شوی دی.

داوود زى وایی:(( موږ کولى شو د هلمند د رود اوبه ووینو، حتى کولى شو ورشو او لاس پکې ووهو، خو د رود اوبه خپلو مځکو ته نشو راوستلى.))

دى وایی :(( دا د هر بزګر لپاره سخته ده چې ګوری د هلمند رود ډېره برخه اوبه ایران ته بهېږی.))افغان چارواکی وایی،: هېواد چې په نړیواله کچه یې د اوبو د ذخیرې سطحه ډېره لږ ده، د نویو بندونو جوړېدو ته اړتیا لری ،چې د کرنې له سکتور سره مرسته وشی.دا سکټور د افغانستان لپاره د ۲۰ میلیارډه ډالرو په ارزښت اقتصادی منبع ده چې وچکالۍ ډېر ځپلى دى.د افغانستان طبیعی پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب آقا فهیم تېره اوونۍ په کابل کې د وچکالۍ د اغېزو په اړه ورکشاپ ته د وچکالۍ د خطرونو د ډېرېدو په اړه وویل:(( له راپورونو ښکاری چې په کابل کې د تر مځکې لاندې اوبو کچه ۲۹ میلیونه متره مکعبه ده، خو زموږ ارزونه دا ده چې د اوبو کلنۍ اړتیا ۳۲ میلیونه متره مکعبه ده، یعنې موږ  د۳ میلیونه متره مکعبو اوبو د کسر له موازنې سره مخ یو، که دغه بهیر دوام پیدا کړی، که هیلې هم موجودې وی، موږ ته په راتلونکو کلونو کې اوبه نه‌پاتې کېږی.))

افغان چارواکو په اپریل کې د اوبو د نویو بندونو د جوړېدو د پلانونو د پر مخ وړلو اعلام وکړ چې له دې سره د تهران حکومت سخت غبرګون وښود.ایران ولې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت له چارو سره حساسیت ښکاره کوی؟ایران وېره لری چې د افغانستان د نویو بندونو په جوړېدو سره به پر ایران اوبه بندې شی.د روان کال په سر کې وسله والو طالبانو د لوېدیځ ولایت فراه د نیولو هڅه وکړه.دغه ولایت له ایران سره پر پوله پروت دى.د طالبانو دغو پراخو بریدونو د سیمه ییزو سیاستوالو قهرجن غبرګونونه راپورته کړل او ادعا یې وکړه چې تهران د اوبو پر سر د جګړې لپاره له وسله والو یاغیانو کار اخلی.د افغانستان د سرحدی پولیسو پخوانی قوماندان ګل نبی احمدزی رویټرز ته ویلی : ایران طالبان تمویلوی ،چې د اوبو د بندونو په ګډون په افغانستان کې د پراختیایې پروژو کارونه وځنډوی.په فراه ولایت کې د بریدونو پر مهال د افغانستان د دفاع وزیر هم ویلی و، چې دا جګړه د اوبو د مدیریت ده ،خو په کابل کې د ایران ډیپلوماټان دا څرګندونې نه منی او په پرله پسې ډول د طالبانو د ملاتړ تورونه ردوی.د افغانستان د کرنې وزارت چارواکی وایی: د دغه هېواد ۲۰ میلیونه وګړی پر کرنې متکی دی او سږ کال یې د وچکالۍ له کبله د مځکو حاصلات ۴۵ سلنه رالوېدلی دی.دغه چارواکی ټینګار کوی چې باید ملی ګټی خوندی شی، خو باید د کوم بل هېواد له خوا سپارښتنه ورته ونشی چې خپلې ملی منابع څه ډول خوندی کړی.د افغانستان د اوبو د ذخیرې لپاره د نویو بندونو د جوړېدو پلان له لسیزو راهیسی مطرح و، خو اوس افغان حکومت په فعاله توګه له نړیوالو مرسته کوونکو څخه د همکارۍ په لټه کې دى ،چې دغه بندونه جوړ کړی.د هغه تړون له مخې چې په ۱۹۷۳ کال کې د افغانستان او ایران تر منځ لاسلیک شوى، هرکال ایران ته
د هلمند  رود ۸۲۰ میلیونه متره مکعبه اوبه اختصاص شوی دی، خو په افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو له کبله د اوبو دغه وېش په نامنظم ډول ترسره شوى دى.د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت وایی: تېر کال ایران ته له افغانستانه څه باندې درې میلیارډه متره مکعبه اوبه داسې مهال تللې چې د هېواد په شلو ولایتونو کې د وچکالۍ د اغېزو نښې  احساس شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید