روزنامه هیواد

د هلمند ځایی چارواکی: د پاکستانی جګړه مارانو مړی د جګړې په ډګر کې پاتې دی

د هلمند چارواکی وایی: په دېه ولایت کې د جګړې په ډګرونو کې د طالب وسله والو د جسدونو په منځ کې پاکستانی وسله وال هم لیدل کېږی.د هلمند د مرستیال والی بریالی نظری او د ځایی خلکو پر وینا چې پاکستانی ملېشې او جنرالان د طالبانو تر څنګ د افغان پوځیانو په مقابل کې جنګېږی.

ځایی خلک وایی: د طالبانو په لیکو کې داسې کسان هم شته چې د افغانستان په رایجه ژبو خبرې نه شی کولی او ډېره برخه یې پاکستانی ملېشې او جنرالان دی ،چې د جګړې رهبری هم کوی.د هلمند مرستیال والی هم منی چې د جګړې مشری د ډیورنډ فرضی کرښې پورې غاړې کسانو سره ده.د نوموړی په خبره د جګړې په ډګر کې چې د کومو کسانو مړی پاتې پاکستانی وګړی دی.که څه هم طالبانو په خپلو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو د حضور په هکله کوم څه نه دی ویلی، خو د هلمند سیمه ییز چارواکی وایی، چې په دې جګړه کې د جنرالانو په ګډون شاوخوان ۲۵۰ پاکستانی وګړی حضور لری.په هلمند کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ د جګړې اوومه ورځ ده، خو لا هم جګړه روانه ده ،چې دواړو خواوو ته په کې د درنې مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید