روزنامه هیواد

د هلمند په جنوب کې د طبیعی زېرمو قاچاق زور اخیستی

د هلمند د لښکرګاه په جنوب کې هغه کانونه چې د دېورنډ فرضی کرښې ته نږدې تر بل هر وخت ډېر قاچاقېږی او په ګڼو طبیعی زېرمو کې په خپل سر کېندنو یې زور اخیستی دی.

کلونه کېږی چې په هلمند کې د رخام په نامه ښکلو ډبرو د قاچاق او خپل‌سره کېندنو راپورونه ورکول کېږی، خو اوس تازه ویل کېږی ، چې د دې ولایت په خانشین او دېشو ولسوالیو کې د سرو زرو په نامه د لوی غره څخه پاکستان په خپله ګټه کېندنې کوی او د چینایی کمپنیو سره د استخراج قرارداد یې کړی دی.

د هلمند ولایتی شورا دا مسئله تائیدوی، خو والی وایی په‌دې اړه پلټنې کوی.

د هلمند د ولایتی شورا غړی وایی: د پاکستان له‌خوا د خانشین د رخام غر او په خاص ډول د بلوچستان رباط سیمې ته نږدې د دیشو مربوط د سرو زرو کانونه د پاکستانیانو له‌خوا په سیستماتیک ډول کېندل کېږی او بیا یې د هوا او مځکې له لارې د بلوچستان ایالات څخه خپلو مرکزونو ته وړی.د ولایتی شورا رییس عطاالله افغان وایی: که څه هم دا مسئله نوې نه‌ده، خو په دې وروستیو څو میاشتو کې د هلمند په جنوب کې د طبیعی زېرمو او کانونو، قاچاق او غیر قانونی کېندنو زور اخیستی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید