روزنامه هیواد

د هلمند والی د مارجې او نادعلی ولسوالیو د سړکونو د ترمیم چارې غیر معیاری وبللې

د هلمند والی تورنجنرال محمد یاسین خان د سکتوری خدمتونو او د کور او ښار جوړولو ادارو د مشرانو او د نادعلی او مارجې ولسوالیو دمسوولینو په ملتیا په ناڅاپی توګه د یادو ولسوالیو د سړکونو د ترمیم له چارو لیدنه او څارنه وکړه.ښاغلی یاسین د سړکونو د ترمیم ځینې برخې وکتلې، چې د قرارداد مطابق معیاری نه وې او ټینګار یې وکړ، چې په دې ډول باید دغه پروژې تسلیم نه شی. ده زیاته کړه: ددې سړکونو کار دې له سره و ارزول شی او د شوی قرارداد له مخې دی وکتل شی ، ځکه په دې ډول د منلو وړ نه دی.د هلمند والی وویل: رغنیز شرکتونه مکلف دی، چې د ورکړل شویو قراردادونو له مخې کارونه ترسره کړی، ولې له سره تېرول او بې کیفیته کار ولایتی ادارې ته په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی او که چېرې پر دې سربېره هم سرغړونه وشی، اړوند شرکت او د څارنې پلاوى به څارنوالۍ ته معرفی شی.ده لارښوونه وکړه، چې د یادو دواړو سړکونو د قراردادی شرکتونو مسوولین دې د ولایت مقام ته راوغوښتل شی، د بې کیفیته چارو پوښتنه دې ترې وشی او په جدی توګه دې دنده ورکول شی، چې د قرارداد مطابق د سړکونو ټوله ترمیمکاری په سمه توګه ترسره کړی.ښاغلی یاسین د دواړو ولسوالیو ولسوالانو ته جدی لارښوونه وکړه، چې په خپله وخت په وخت له دې چارو لیدنه او څارنه وکړی او هم یې له ځایی اوسېدونکو وغوښتل، چې په دې اړه ځانګړې پاملرنه وکړی.د ویلو ده، چې د مارجې ولسوالۍ ۱۲ کیلو متره سړک او د نادعلی ولسوالۍ د ۱۰ کیلو متره سړک د ترمیم کارۍ او داغ نیونې پروژې څو میاشتې وړاندې پېل شوې، چې پرون یې د هلمند والی ناڅاپی څارنه وکړه، هغه نیمګړتیاوې چې موجودې وې په ګوته او لارښوونه وشوه، چې بېرته پرې مرور وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید