روزنامه هیواد

د هلمند لپاره د طالبانو مرستیال والی نیول شوی

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکی وایی: ځانګړو افغان ځواکونو د دې ولایت لپاره د وسله والو طالبانو مرستیال والی مولوی عبدالاحد نیولی دی.چارواکی زیاته وی، چې ځانګړو ځواکونو دغه عملیات وړمه ورځ د هلمند په شمال د سنګین په ولسوالۍ کې کړی.د هلمند سیمه ییز چارواکی وایی: ملا عبدالاحد په هلمند کې د وسله والو طالبانو د والی د مرستیال تر څنګ د سرې قطعې په نامه د وسله والو طالبانو د جنګی ډلې مشری هم کوله چې په هلمند او د جنوب په نورو ولایتونو کې په خونړیو بریدونو کې ښېکل بلل کېږی.د هلمند والی یاسین خان د سې شنبې په ورځ امریکا غږ ته ویلی، چې له یاد کس سره ډېر مهم او اساسی اسناد هم نیول شوی ،چې د ډېرو پېښو په اړه په کې د وسله والو طالبانو معلومات ثبت شوی.ده وویل: (( په هلمند کې د طالبانو د نام نهاد والی مرستیال ملا عبدالاحد چې په طالب مشهور وو د ۲۱۵ میوند قول اوردو د ځانګړو ځواکونو له خوا د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو، له ده سره ډېر مهم او اساسی اسناد هم نیول شوی او اوس هغه عدلی او قضایی ارګانونو ته سپارل شوی، ملا عبدالاحد د سرې قطعې قوماندان او د هلمند د ګڼو ولسوالیو د ولسوال په توګه هم د ولسوالو طالبانو په لیکو کې دندی تر سره کړی.))هلمند د ولسوالو طالبانو د مرکزیت او د پراخ حضور عمده سیمه بلل کېږی.د یاد ولایت په شمال کې د نوزاد، سنګین، باغران، موسی قلا او کجکی ولسوالۍ له تېرو څو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دی.دغه راز د دې ولایت په ګڼو نورو برخو کې هم د وسله والو طالبانو پراخ حضور موجود دی، چې د چارواکو پر وینا د وسله والو طالبانو د رهبرۍ د کچی مسوولین هم په کې موجود دی.تېر کال د هلمند لپاره د طالبانو مشهور والی ملا منان په هوایی برید کې ووژل شوو.

ممکن است شما دوست داشته باشید