روزنامه هیواد

د هلمند جګړه کې څه باندې ۳سوه طالبان وژل شوی

هلمند کې د روانې جګړې یوه اوونۍ وځی، چارواکی وایی، چې په دغه جګړه کې ۳۴۰ کسان وژل شوی، لسګونه ټپیان او تر لس زره ډېر نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوی دی.د هلمند والی یاسین خان رسنیو ته ویلی، چې په دې ولایت کې د جګړې له پیله تر اوسه ۳۰۰ وسله وال طالبان، ۳۰ امنیتی سرتېری او لس ملکی وګړی وژل شوی دی. نوموړی زیاته کړې، چې په همدې موده کې تر لس زره ډېر ملکی وګړی د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوی  او اوس مهال په ډېر بد وضعیت کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوی.یاسین خان زیاته کړې، طالبانو د لښکرګاه ښار او شاوخوا ځینې سیمې په ماینونو پوښلې او دې چارې د دوی په ګډون ملکیان هم سخت اندېښمن کړی دی.نوموړی زیاته کړې، د طالبانو برید یې په شا تمبولی دی، خو د سیمې اوسېدونکو بیا ویلی ،چې طالبان لا هم د ښار پر شاوخوا کنټرول لری او جګړه په شدت سره روانه ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید