روزنامه هیواد

د هلمند جګړه، که پر هلمند یرغل؟

له تېرې یوې اوونۍ را هیسې پر هلمند هغه یرغل روان دی، چې له بهره  رهبری کېږی، د هلمند چارواکیو، رسنیو ته ووېـیل چې دا یرغل له پاکستانه رهبری کېږی او د جګړې په ډګر کې د پاکستان ملېشه یی ځواکونو مړی هم د جګړې په ډګر کې پاتې دی، پر خواله رسنیو هم د هغو پاکستانی ملېشو عکسونه لاس په لاس کېږی، چې پر هلمند د یرغل پر مهال وژل شوی دی. دې ته په اصل کې پر افغانستان د پاکستانی ملېشو پلان شوی یرغل وېـیل کېږی، خو په افغانستان کې هم له رسمی، هم له پوځی او هم د رسنیو له خوا [د هلمند جګړه] وېـیل کېږی؟! منو چې طالبان هم په دغه یرغل کې شامل دی، خو دا د ټولو نړیوالو ارزښتونو پر خلاف هغه یرغل دی، چې له پاکستانه رهبری کېږی، کټ مټ داسې یرغل لکه پر کندوز ،ختیځو، لوېدیځو او یا هم د افغانستان پر نورو سیمو کېږی. په هلمند کې دغه یرغل له یوې اوونۍ هم ډېر وخت نیسی، افغان ځواکونه هڅه کوی چې د یرغلګرو ولکه ختمه او هلمند ازاد کړی. د ناوې او نادعلی ولسوالیو په ځینو برخو کې هم جګړه روانه ده. د هلمند والی محمد یاسین خان وایی، د وسلوالو ډله ییز بریدونه یې په شا تمبولی او د لاسه وتلیو سیمو لپاره یې په څو برخو کې بریدونه پیل کړی دی. هغه وایی، تر اوسه په دغه جګړه کې ۳۰ تنه سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده. پر هلمند دغه یرغل ملکی وګړیو او ملی تاسیساتو ته سخت زیانونه اړولی دی، زرګونه کورنۍ بېځایه شوې او سختو مرستو ته اړتیا لری او افغان ځواکونه د هغو کورنیو د ژغورولو هڅه کوی، چې د جګړې له کبله خپلو سیمو کې ایسارې پاتې دی. پر هلمند د یرغل په لړ کې د دښمن نورو کسانو هم د عامه تاسیساتو پر لوټ او تالان لاس پورې کړی، چې په دې برخه کې لښکرګاه ښار ته د غځېدلې برېښنا مزی او سب ستېشن په شمول د کورنیو ځواکونو مرکزونه تالا کړای شوی دی. خو افغان ځواکونه به د هلمند یرغل ته سخت ځواب ورکړی، هغوی په ډېر احتیاط سوکه، سوکه روان دی، چې ملکی وګړیو ته زیان وانه وړی، خو د یرغلګرو له خوا هېڅ داسې ضمانت نشته، بلکې له وېرې یې څه ناڅه اووه زره کورنۍ بې ځایه شوې دی. افغان حکومت د هلمند کابو کولو او په دغه ولایت کې د ژوندانه لپاره د خوندی فضا رامنځته کولو په برخه کې جدی هلې ځلې کوی، وړمه شپه یوځل بیا ولسمشر محمد اشرف غنی پر هلمند دغه یرغل غندلی او وېـیلی یې چې افغان پوځ یې کلکه دفاع کوی! دا چې طالبان پر هلمند د یرغل لپاره له بهرنیو یرغلګرو او په ځانګړې توګه پاکستانی ملېشو سره ملګری شوی او یا یې هم هغوی له ځانه سره پر دغه ولایت د یرغل لپاره ملګری کړی، باید وضاحت ورکړی، ځکه طالبان ادعا کوی، چې ګنې سولې ته ژمن دی او یا هم تر خپل واک لاندې سیمو ادعا کوی، چې وګړی په کې مېشت دی. پر هلمند دا یرغل داسې مهال کېږی، چې په قطر کې د طالبانو استازی د سولې لپاره د خبرو مېز ته حاضر کړای شوی، خو لا هم د افغان حکومت له پلاوی سره هغوی رسمی خبرې نه دی پیل کړې،دا ده، دا لړۍ له یوې میاشتې ډېره اوږده شوه، خو برعکس پر افغانستان یرغلونه زیات شوی، جګړه پراخه شوې او درګرده په کې ملت زیانونه ګالی، خو د سولې او اوربند یا اورکم لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی؟! له همدې امله د سولې لپاره د طالبانو دریځ تر پوښتنې لاندې دی، هغوی باید په دې برخه کې وضاحت ورکړی او که سولې ته ژمن وی، نو بیا پر افغانستان ولې داسې یرغلونه کېږی، چې پردۍ ملېشې او ترهګرې ډلې په کې برخه اخلی؟؟؟ پر هېواد پردی یرغل او یا هم ملت او ملی ګټو ته ولې زیانونه اړول کېږی؟؟؟ که دا یرغل طالبانو کړی وی، نو د جګړې په ډګر کې ولې د پاکستان ملېشه ځواکونه وژل شوی او همدا رنګه ولې زرګونه ملکیان بې ځایه شوی دی؟! دا یرغل د سولې له پیل شوې لړۍ سره په ټکر کې دی! په همداسې حال کې امریکا هم مسووله ده، ځکه د امریکا استازیو له طالبانو سره د سولې لپاره تړون کړی او دا یې منلې چې طالبان به سوله کوی، خو پر هلمند یرغل د دغه تړون مخالف څه چې د افغانستان پر ملی حاکمیت، مځکنۍ بشپړتیا او ملی ارزښتو یرغل بلل کېږی، چې پړه یې پر طالب ور اچول کېږی، په همداسې حال کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د امریکایی ځواکونو عمومی قومندان جنرال سکاټ مېلر په قطر کې له طالبانو سره کتلی دی، له هغوی سره بیا هم منل شوې، چې ګنې تاوتریخوالی به کموی، خو برعکس تاوتریخوالی زیاتېږی، په اصل کې له طالبانو سره جګړه او یا هم د طالبانو جګړه مطرح نه ده، بلکې دا جګړه بهرنی اړخ لری، چې دا دی هره ورځ یې ثبتونه لیدل کېږی، په دې برخه کې جدی اقدام په کار دی، امریکا او نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه افغان حکومت باید د ملګرو ملتونو له خوا پر افغانستان د دغو بهرنیو یرغلونو د مخنیوی او په افغانستان کې د بنسټیزې سولې راوستو لپاره لاس په کار شی، له دې پرته له طالبانو سره د سولې خبرې کومه پایله نه شی لرلی!

ممکن است شما دوست داشته باشید