روزنامه هیواد

د  هلمندیانو اړتیاوې دې پوره شی

د مالیې وزارت سرپرست او په بنسټیزو چارو کې د ولسمشرۍ د عالی مقام سلاکار ښاغلی محمد همایون قیومی،وړمه ورڅ د هلمند له والی ښاغلی محمد یاسین سره په مالیې وزارت کې وکتل.په دې کتنه کې چې د هلمند د سیمه ییزو ادارو رییسانو هم شتون درلود، د هلمند والی وویل چې د ولسمشر د حکم له مخې هلمند ولایت له دوېمې درجې ولایت څخه لومړۍ درجې ولایت ته ارتقاء کړې او غوښتنه یې وکړه ، چې د راتلونکی مالی کال د ملی بودیجې په سند کې د همدې له مخې ورته بودجه په نظر کې ونیول شی.همداشان دواړو لوریو د هلمند د راتلونکی مالی کال په بودجې، د یاد ولایت په پراختیایی پلان او ماسټر پلان، د هلمند ولایت د مستوفیت له لوری د ملی عوایدو په راټولېدو، د دیجیټلی تلو په نصبولو، د سړکونو له خرابېدو څخه د مخنیوی په موخه د اضافه بار په مخنیوی، د یاد ولایت د ۵۰ بستریز روغتون لپاره د بودجې په ځانګړې کولو، د پوهنې برخې دکارکوونکو په تشکیل او د معاشونو په ورکړې، روڼتیا او چټکتیا ته په کتو سره د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په موخه د هلمند په ځینو ولسوالیو کې د بانکونو د څانګو په پرانیستې، د ځوانانو لپاره د ورزشی ستدیوم او کتابتون په جوړېدو، د برېښنا ستونزو په حلولو او د بیې په راټېټولو، د ناوې – ګرمسیر او ناوې- خانشین د سړکونو په رغولو، د لښکرګاه او ګرشک پل په جوړېدو، د سېلانونوله تخریب څخه د مخنیوی په موخه د استنادی دېوالونو په نصبولو، د کرنې د ودې په ځانګړې توګه د زعفرانو د کښت لپاره د سړوخونو جوړېدو او د کانالونو د پاکوالی لپاره د بودجې په تخصیص او یو شمېر نورو اړندو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.د مالیې وزارت سرپرست وویل: د هلمند ولایت اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په شته امکاناتو او نافذه قوانینو ته په کتو سره به رسېدنه وشی نوموړی زیاته کړه، چې د هلمند لومړیتوبونو ته به ارجحیت ورکړل شی.د مالیې وزارت سرپرست ټینګار وکړ موږ هڅه کوو چې د هلمند ولایت دستونزو د حل لپاره جدی اقدامات و شی او یواځې خیالی وعدو باندې به بسنه ونه کړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید