روزنامه هیواد

د هرات ۴۶ امنیتی منسوبین له دندو ګوښه شوی

په هرات کې د ناامنیو زیاتېدو له امله له ۴۰ زیات امنیتی منسوبین له دندو ګوښه شوی.د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معیین عبدالصبور قانع او ورسره پلاوی د ولسمشر غنی په امر د تېرې پنجشنبې په ورځ هرات ولایت ته د امنیتی وضعیت ارزونې په موخه سفر کړی و.نوموړی وړمه ورځ په خپلو خبرو کې ویلی، چې د ارزونې لومړۍ مرحله بشپړه شوې او د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د کشف برخې د ځینو مدیرانو او آمرانو په ګډون یې ۴۶ امنیتی منسوبین له دندو ګوښه کړی دی.ښاغلی قانع له وظیفې څخه د یادو کسانو د ګوښه کېدو لامل وظیفوی غفلت او په فساد کې لاس لرل یاد کړی دی.قانع د یادو کسانو د لرې کېدو ترڅنګ د پولیسو ۱۲ چارواکی او مسوولین هم د ښه کار له کبله ستایلی دی.د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتی معیین عبدالصبور قانع د معلوماتو له مخې،د هرات ښار د نظم کنټرول، د تښتونو پېښو، غلاوو، هدفی وژنو او نورو جرمی پېښو د مخنیوی لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې سره به هرات کې امنیتی وضعیت ښه شی.په ورته مهال د هرات والی سید وحید قتالی د امنیتی ځواکونو په لیکو کې د اصلاحات د دوام خبر ورکړی او ویلی یې دی که هر چا په خپل کار کې بې‌غوری وکړه له دندې به لرې شی.دا په داسې حال کې ده چې د هرات اوسېدونکی د ناامنیو له ډېروالی شکایت کوی او د پولیسو او نورو امنیتی ځواکونو پر چلند نیوکې کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید