روزنامه هیواد

د هرات په هوایی ډګر کې د قاچاقبرو د مخنیوی لپاره پرمختللی سکېنرونه فعالېږی

د هرات ولایتی چارواکی وایی: د دغه ولایت د هوایی ډګر د پراختیا د کارونو تر څنګ هڅه کوی له دې هوایی ډګر څخه د قاچاق د مخنیوی لپاره د جدی اقداماتو په لړ کې نوی او پرمختللی سکېنرونه نصب کړی. د هرات والی عبدالقیوم رحیمی وایی: څو پرمختللی سکېنرونه یې له نړیوالو بازارونو اخیستی او په نږدې ورځو کې به یې د هرات د هوایی ډګر په مهمو او حساسو برخو کې نصب او فعال کړی.د هرات د هوایی ډګر امنیتی مسوولین وایی: له دې ولایت څخه د مخدرو توکو د قاچاق ستونزه ډېره ده او دوی تېر کال لسګونه هغه کسان لاس په لاس نیولی ، چې غوښتل یې هند ته مخدر توکی قاچاق کړی.د هرات د هوایی ډګر د امنیت قوماندان محمد ناصر نېکنام وایی: له دغه ولایت څخه هند او ایران ته مستقیم پروازونه کېږی  ځکه، نو قاچاقبر هم له دې لارې زیاته هڅه کوی چې مخدر توکی په پټه تېر کړی: (( یوازې تېر کال موږ ۶۷ قاچاقبرو سره ۵۶ کېلو ګرامه هیرویین نیولی دی.))نوموړى وایی: قاچاقبر په خېټه او د مسافرو په لاسی بکسونو کې زیاته هڅه کوی ، چې له ځان سره نشه یی توکی ولېږدوی، ځکه یې دوی د مخنیوی لپاره پرمختللی سکېنرونه راوارد کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید