روزنامه هیواد

د هرات پر پاشدان بند بېرته کار پیل شو

د اوبو او انرژۍ وزارت وایی: د هرات ابګردان پر پاشدان بند یې له اتو کلونو وروسته بیا کار پیل کړی دی.مسوولین وایی:  د دغه بند ۴۲ سلنه کارونه مخته تللی او ۲ کاله وروسته به یې هر څه مکمل شی. د ابګردان پاشدان بندپه ۱۳۹۰ کال کې پیل شو او ټاکل شوې وه، چې په ۱۳۹۰ کې یې کارونه تکمیل شی، خو د نامعلومه دلایلو له کبله یې کارونه وځنډېدل، چې وروسته معلومه شوه دا بند د ایران د فشارونو له کبله نه شی جوړېدای.اوس د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر محمد ګل خلمی وایی: دا بند به له دې وروسته ،ځکه جوړ کړی چې د اوبو د ذخیرې پراخ ظرفیت لری اوکولی شی د سېلابونو اوبه مهار کړی.ښاغلی خلمی زیاته کړه: دا بند به ۱۳ زره هکټاره مځکه خړوبوی او ۲ میګاواټه برېښنا به هم تولید کړی.پاشدان بند د هرات په کچه دویم لوی بند دی چې ۱۷۷ میلیونه ډالر لګښت پرې راځی او پیسې یې د افغانستان له انکشافی بودجې ورکول کېږی.ایران په هرات، هلمند او فراه کې د افغان حکومت له خوا د اوبو د بندونو جوړولو سره سخت حساسیت لری، خو افغان حکومت وایی: کلونه وشول، چې د افغانستان له اوبو ګاونډیان وړیا استفاده کوی، خو له دې وروسته به داسې نه کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید