د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د هرات بای پاس سړک د دویمې برخې د رغونې چارې چې ۰۰۸+۲۵ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پراخوالی لری اوسمهال روانې دی.دغه پروژه له یولس میلیونه امریکایی ډالرو څخه په ډېر ارزښت د اېټالیا دولت له خوا تمویلیږی، د رغونې تړون یې له یونیک بلدرز ودانیز شرکت سره شوی او تر اوسه پورې ۸۷ سلنه کاری پرمختګ لری.د یادې پروژې د رغونې تړون د ۲۰۱۶ م کال د سپټمبر په میاشت کې د فواید عامې وزارت او یونیک بلدرز ودانیز شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و او د روان کال د اګسټ په میاشت کې به دپروژې چارې بشپړې شی.د هرات بای پاس پروژه له هرات ـ اسلام قلعه سړک سره د هرات ـ کندهار سړک د نښلولو بدیله لار ده چې له اقتصادی او ټولنیز پلوه د خورا ډېر ارزښت لرونکې ده او د سیمې خلکو ته به د ټولنیزو، اقتصادی او نورو آسانتیاوو د برابرولو سبب وګرځی.د یادونې وړ ده چې د هرات بای پاس پروژې د لمړۍ برخې ۴۰۰+۲۰ کیلو متره سړک د رغونې چارې بشپړې شوی او ګټې اخیستنې ته تیاره ده.