روزنامه هیواد

د نېشه یی توکو ډېره ګټه طالبانو او نورو جنګی جنایتکارانو ته رسېږی

ننګرهار د افغانستان دوهم ولایت دی چې په تېرو دوو کلونو کې د نېشه یی موادو د قاچاق ډېری پېښې په کې ثبت شوی.سږکال په سرطان (چنګاښ) میاشت کې امنیتی ځواکونو د نېشه یی موادو د (۱۱۴) پېښو دوسیې له نېشه یی موادو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز ته استولی دی.په دې لړ کې کابل پنځوس او ننګرهار ولایت (۱۴) پېښې درلودې چې ننګرهار د قاچاق د پېښو له مخې دوهم ولایت بلل شوی دی.د عدلی او قضایی مرکز ویاند خالد موحد آزادۍ راډیو ته ویلی، قاچاق کوونکی نېشه یی مواد لومړی ګاونډیو ولایتونو او بیا یې د جنوبی آسیا هېوادونو ته قاچاق کوی.ښاغلی موحد وایی: هغه دوسیې چې دوی ته رسېدلی، ډېره برخه د هیروئینو، مورفینو او نېشه یی ګولیو دوسیې دی.ده وویل: ننګرهار یو سرحدی ولایت دی، چې د افغانستان په ختیځ کې له ځینو هېوادونو سره ګډه پوله لری او نېشه یی مواد د دې ولایت له لارې قاچاق کېږی، دوهمه خبره دا ده ، چې په دې ولایت کې د هیروئینو او خالصو تاریاکو د پېښو ثبت کېدل دا مانا لری ، چې په دې ولایت کې کوکنار کرل کېږی او نور نېشه یی مواد هم شته، بل دا چې دا ولایت د نېشه یی موادو د قاچاق کوونکو د تګ راتګ لار ده.​هغه نېشه یی توکی چې په افغانستان کې جوړېږی، په سلو کې څلوېښت یې د پاکستان له لارې جنوبی آسیا او اروپایی هېوادونو ته قاچاق کېږی.د افغان دولت د څېړنو له مخې، هغه کېمیاوی مواد چې د نېشه یی موادو په جوړولو کې کار ځنې اخیستل کېږی، یوه برخه یې له پاکستانه افغانستان ته را قاچاق کېږی.له نېشه یی موادو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز د راپور له مخې په (۱۳۹۷)کال کې د نېشه یی مواد د قاچاق (۸۱۰) پېښې دې مرکز ته رسېدلی چې (۱۳۰) پېښې یې یوازې په ننګرهار ولایت پورې اړه لری. د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوګیاڼی په دې ولایت کې د داعش او نورو جنګی ډلو فعالیتونه د نېشه یی توکو د قاچاق د ډېروالی اصلی لامل بولی او زیاتوی چې د نېشه یی موادو ډېره ګټه همدې جنګی ډلو ته رسېږی.ده وویل: د نېشه یی موادو د قاچاق او کاروبار ډېره ګټه د دولت وسله والو مخالفینو ته رسېږی، ځکه چې قاچاق کوونکی په مستقیم ډول له دوی سره اړېکه لری او په ننګرهار کې د دې ډلو موجودیت د نېشه یی توکو د قاچاق اصلی لامل دی، چې زموږ امنیتی او کشفی ادارو څو ځله په دې وسله والو ډلو پورې تړلی نېشه یی مواد نیولی دی.له نېشه یی توکی سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز ته له ټولو ولایتونو څخه د جوزا په میاشت کې سل، خو د سرطان په میاشت کې (۱۱۴) دوسیې له (۱۳۵) تورنو کسانو سره سپارل شوی دی. له دې شمېرو څخه څرګندېږې چې په افغانستان کې د نېشه یی موادو د قاچاق کوونکو نیول ډېر شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید