روزنامه هیواد

د نېشه یی توکو په قاچاق کې د مېرمنو ونډه له پخوا ډېره شوې

احمد خالد مؤحد آزادۍ راډیو ته وویل، چې په ‍۱۳۶۱ لمریز کال کې د نېشه یی توکو د قاچاق په تور د ۷۴۱ کسانو دوسیې دې مرکز ته استول شوی چې ۲۸ یې ښځینه قاچاق کوونکی دی او په‎دې ډله کې داسې ښځې هم شته چې د قاچاقی ډلو مشری یې کوله.د ښاغلی مؤحد په خبره پخوا به ښځې د نارینه‎وو له‎خوا د مخدرو موادو قاچاق ته اړ ایستل کېدې، خو اوس ښځې خپله په شعوری ډول د مخدرو موادو په قاچاقو کې لاس لری.دى وایی: (( پخوا د مخدرو موادو په قاچاق کې له ښځو څخه ګټه اخېستل کېده او هغوی دې کار ته مجبور ېدې، خو په  ۱۳۹۶ لمریز کال کې په یو شمېر قضیو کې ثابته شوه چې ښځو یې مشری او مدیریت کاوه، لکه د مخدرو موادو د تولید قضیه او د قاچاقو او قاچاق کوونکو قضیه ، له‎دې قضیو داسې څرګندېږی چې اوس یو شمېر ښځې خپله هم په شعوری ډول د مخدرو موادو په قاچاقو کې ښکېلې دی.))له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې معیینیت ویلی و، چې د مخدرو موادو په قاچاق کې له ښځو او ماشومانو څخه کار اخېستل کېږی او د دې تر څنګ د نېشه‎یی موادو قاچاق ته هڅول  کېږی.له دې مخکې په افغانستان کې له مخدرو موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمی هم ویلی و چې افغانان له څو کلونو راهیسې د ځانمرګو حملو او چاودنو په نتیجه کې پر وژلو سربېره د مخدرو موادو د کښت او قاچاقو له‎لارې هم قربانی کېږی چې یوه برخه یې ښځې او ماشومان دی.آغلې عظیمی له‎دې کبله هم اندېښنه ښودلې وه چې افغان مېرمنې او ماشومان د مخدرو موادو د معتادېدو له ګواښ سره مخ دی او باید مخه یې ونیول شی.په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې معیینیت ویاند اسدالله یادګاری وایی ، چې د دوی پولیسو په ۱۳۹۶ کال کې د مخدرو موادو د تولید او قاچاق په تور ۶۲ ښځې نیولی او اړوندو ادارو ته یې سپارلی دی.ښاغلی یادګاری زیاته کړه: (( د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په ۱۳۹۶ لمزیز کال کې ۶۲ ښځې د مخدرو موادو د قاچاق په تور نیولی چې ډېره برخه‎یې په کابل کې نیول شوی دی.))د ښځو د حقونو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه د نېشه‎یی توکو په قاچاق کې له ښځو څخه کار اخېستل د اندېښنې وړ بولی او له افغان حکومته غواړی چې د دې کار مخه ونیسی، خو د ښځو چارو وزارت معیینه سپوږمۍ وردګ که څه هم وایی، چې د مخدرو موادو په قاچاق کې د ښځود لاس لرلو په اړه تر اوسه پورې دوی ته کوم رسمی شکایت نه‎دى شوى، خو دا کار پر ښځو د تاوتریخوالی یو ډول بولی.نوموړې زیاته کړه: (( تر اوسه موږ داسې راپور نه‎دى ترلاسه کړى، خو باید موږ رسماً په‎دې موضوع خبر شو، په هېواد کې له ښځو په هره برخه کې ناوړه استفاده کېږی او حتماً داسې څه شته، دا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی یوه بېلګه ده او باید د دې کار مخه ونیول شی.))دا په‎داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د ۱۳۹۶ ل کال د راپور له مخې د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د هېواد په کچه ۲۴۶۸ عملیات کړی دی، د دې عملیاتو په پایله کې ۲۸۴۸ کسان د مخدرو موادو د تولید او قاچاقو په تور نیول شوی چې په‎دې ډله کې د بهرنیانو په ګډون د افغان حکومت یو شمېر مامورین هم شامل دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید