روزنامه هیواد

د نېشه یی توکو له کښت سره د مبارزې لپاره د افغان حکومت نوې طرحه

د افغانستان حکومت د کوکنارو له کښت سره د مبارزې لپاره نوې طرحه چمتو کړې او په پام کې لری چې د نېشه یی توکو په برخه کې یې بهرنیو مرستندویه ادارو ته وړاندې کړی.د افغان حکومت له خوا د کوکنارو له کښت سره د مبارزې طرحه به د روان مېلادی کال د سپټمبر په میاشت کې په امریکا کې د نېشه یی توکو په برخه کې مرستندویه ادارو ته وړاندې شی.له نېشه یی توکو سره د مبارزې وزارت د سروې رییس نجیب الله احمدی وایی: دا طرحه یو ملی پروګرام دی چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت پر اړولو تمرکز کوی، په دې برخه کې تر ډېره بریده د نړیوالې ټولنې، په تېره بیا د امریکا د متحدو ایالتونو مالی او تخنیکی مرستو ته ډېره اړتیا ده.ښاغلی احمدی زیاتوی ،چې د دې طرحې پر اساس به د ملی پوځ او پولیسو ترڅنګ د کوکنارو د کښت اړولو لپاره یو ځانګړی نظامی ځواک هم جوړ شی.نوموړی زیاته کړه: ((د دې طرحې لومړۍ برخه دا ده، چې موږ باید په هغو سیمو کې د کوکنارو کښت واړوو چې هلته امن دی، دغه ډول کوم وخت چې قول اردوګان په ناامنو ولایتونو کې عملیات کوی، باید د کوکنارو د کښت اړول یې هم د عملیاتو د پلان یوه برخه وی، کله چې هلته امنیت راغی، بیا به د کوکنارو د کښت اړولو لپاره یو ځانګړی ځواک په پام کې ونیول شی، هر ځای چې کوکنار کرل کېږی، همدا خاص نظامی ځواک به د مځکې او هوا له لاری اړوندو سیمو ته ځی او د کوکنارو کښت به اړوی، په دې ډول به موږ وکولای شو چې د پام وړ لاسته راوړنې ولرو.))د ښاغلی احمدی پر وینا: د دې طرحې له وړاندې کولو مخکې په پام کې ده چې د روان میلادی کال په راتلونکې میاشت کې له نېشه یی توکو سره د مبارزې سیمه ییزه ستراتېژی یو ځل بیا په جینیوا کې د مرستندویه ادارو استازو ته د هغوی د تائید لپاره وړاندې شی.دا په داسې حال کې ده چې له نېشه یی توکو سره د مبارزې وزارت د لومړنۍ سروې له مخې په ۲۰۱۸ م کال کې په هېواد کې کوکنار کرل شوی ،چې له دې مځکو څخه یوازې له پنځو څخه تر شپږو سوو هکټاره پورې مځکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې شوی دی. له دې وړاندې له نېشه یی توکو سره د مبارزې وزارت ویلی و، چې له ۲۰۱۴ میلادی کال راهیسی یې د ناامنۍ له کبله و نه شوای کولای چې د کوکنارو د کښت اړولو کلنی پلان په بشپړه توګه عملی کړی.د ولسی جرګې یو غړی عبده هم د کوکنارو له کښت سره پر مبارزه ټینګار کوی او وایی: تر څو چې د نېشه یی توکو سره د مبارزې په برخه کې جدی او عملی کارونه و نه شی، د بدیل کښت پروګرام د پام وړ نتیجه نه ورکوی.ښاغلی عبده زیاتوی: (( بدیل کښت هغه مهال ګټور دی، چې د حکومت له خوا د قانون له سرغړوونکو او کوکنارو له کروندګرو سره جدی چلند وشی، هغه کسان چې کوکنار کری باید د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې مجازات شی، دغه ډول حکومت باید د ناامنیو مخه ونیسی، سیمه ییز ځواکونه باید له قاچاق کوونکو سره جدی چلند وکړی، په دې صورت کې بدیل کښت یو ښه انتخاب او ګټور بدیل کېدای شی.))له نېشه یی توکو سره د مبارزې وزارت وایی ،چې د کوکنارو د کښت پر خلاف کمپاین د افغان ځواکونو له لومړیتوبونو څخه دی، خو افغان امینتی ځواکونه دا دلیل راوړی چې دوی په جګړه بوخت دی، ځکه نو د کوکنارو د کښت اړولو لپاره نور ځواکونه نه لری.ښاغلی عبده وړاندیز کوی ،چې له ترورېزم او طالبانو سره د مبارزې ترڅنګ دې د کوکنارو د کښت اړولو ته هم لومړیتوب ورکړل شی، تر څو د دې ډلو مالی سرچینې وچې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید