روزنامه هیواد

د نېشه یی توکو استعمال او پرې روږدیتوب

ډېرو خلک په دې نه پوهیږی چې ولې او څنګه نور خلک په اعتیاد اخته کېږی او شاید اشتباه وکړی چې دغه روږدی کسان اخلاقی ضعف لری او یا هم له ارادې پلوه کمزوری دی ځکه د نېشه یی  موادو اسعتمال نه بس کوی، خو حقیقت دادى چې اعتیاد یوه مغلقه ناروغی ده او د نېشه یی موادو پرېښودل له ارادې سره سره نور څه ته ضرورت لری ځکه اعتیاد په مغز کې داسی تغییرات رامنځته کوی چې د نېشه یی موادو پریښودل ستونزمنوی خو خوشبختانه تحقیقاتو دا ثابته کړی چې اعتیاد د انسان په مغز کې څه ډول تغییرات رامنځته کوی او لکه د نورو مزمنو ناروغیو په شان اعتیاد هم تداوی لری او یو معتاد شخص کولای شی چې سالم ژوند ولری.

اعتیاد یعنې څه :

اعتیاد د عصبی سیستم یا مغزو یوه مزمنه او بیا را ګرځیدونکې ناروغی ده چې د بدو پایلو له پوهیدلو سره سره بیا هم معتاد شخص نېشه یی توکې استعمالوی او نه شی کولاى د نېشه یی توکو استعمال کم او یا بس کړی.په لومړیو کې د نېشه یی توکو استعمال ارادی وی ولی  دوامداره استعمال یې په مرکزی عصبی سیستم کې د داسی تغییراتو سبب کېږی چې شخص کنترول له لاسته ورکوی او د شخص هغه توانایی مختلوی چې د نېشه یی توکو له نه استعمال سره مقابله وکړی.

د نېشه یی توکو د استعمال له وجی چې په مغز کې کوم تغییرات رامنځته کېږی هغه دوامداره وی او له دې کبله ډېر امکان لری چې یو معتاد شخص له تداوۍ وروسته بېرته عود وکړی او یا هم له  بیا رغېدنې څخه کلونه وروسته بیا د نېشه یی توکو استعمال ته مخه وکړی.عود یا بیا راګرځېدنه د اعتیاد له تداوۍ وروسته یوه عامه پدیده ده او ددې معنى دا نده چې اعتیاد تداوی نه لری یا تداوی کار نه ورکوی بلکې د نورو مزمنو ناروغیو په شان د اعتیاد تداوی هم باید دوامداره وی او نظر د ناروغ حالت ته  باید عیاره شی او له دې کبله باید د ناروغ د تداوۍ پلان ته بیا کتنه وشی او د ناروغ د ضرورت مطابق عیار شی.

 نېشه یی توکې په مغز کې کوم ډول تغییرات رامنځته کوی

د انسان په مرکزی عصبی سیستم کې یوه برخه شتون لری چې د پاداش مرکز یا Reward Circuit  نومېږی چې دغه برخه د انسان د خوشحالۍ مرکز دې. او ددې مرکز برکت دې چې انسان هغه کارونه چې خوشحالی وربښی بیا بیا تکراروی لکه خوراک، جنسی اړیکې او یا هم له دوستانو سره له وخت تېرولو لذت وړل علت یې دادى چې دلته د دوپامین په نوم یوه ماده افرازېږی چې د خوشحالۍ سبب کېږی.

نېشه یی مواد هم  د پاداش مرکز د فعالېدو یا د دوپامین د افراز سبب کېږی او په دې شکل استعمالوونکی یې له استعمال څخه خوند اخلی چې دا خوند او د کاذبې خوشحالۍ احساس ددې سبب کېږی چې شخص بیابیا نېشه یی توکې استعمال کړی.کله چې شخص د نېشه یی توکو استعمال ته دوام ورکړی نو د دوپامین اندازه زیاتېږی او په دې خاطر چې ماغزه له دی حالت سره مقابله وکړی د حجراتو تعداد د پاداش په مرکز کې را کمېږی او بالاخره د شخص له نورو فعالیتونو څخه لکه غذا خوړل، جنسی اړیکې او اجتماعی اړیکو څخه لذت اخیستل را کمېږی نو په دې خاطر یو معتاد شخص له ټولنې لرې او اجتماعی اړیکې یې کمېږی.د نېشه یی توکو دوامداره استعمال بالاخره د عصبی سیستم فعالیتونه لکه زده کړه، قضاوت، تصمیم نیونه او حافظه خرابوی او د شخص په کړو وړو کې تغییرات رامنځته کوی، نو ځکه  معتاد کس سره له دې چې د نېشه یی توکو د استعمال په بدو عواقبو پوهېږی بیا هم د نېشه یی توکو استعمال ته دوام ورکوی کوم چې ددې مرض طبیعت دى.

د اعتیاد عوامل:

د یوه فکتور یا لامل موجودیت ددې وړاندوینه نه شی کولای چې دا شخص به په راتلونکې کې روږدى شی بلکې د مختلفو فکتورونو موجودیت د روږدیتوب خطر زیاتوی او څومره چې لاملونه زیات وی په هماغه اندازه د روږدیتوب چانس زیاتیږې چې هغه لاملونه په لاندې ډول دی:

بیولوژیکې لاملونه: ارثی عوامل او د روانی ناروغیو موجودیت د روږدیتوب په رامنځته کېدو کې رول لری

محیطی لاملونه: مختلف محیطی فکتورونه د روږدیتوب سبب کېداى شی لکه کورنۍ، ملګری، اقتصادی  حالت، فزیکی او جنسی سوء استفادې او نورې بېلابېلې تروماګانې او نېشه یی توکو ته اسانه لاسرسى.

 د ناروغی پرمختګ: بیالوژیکې فکتورونه او چاپیریال په ګډه د روږدیتوب په رامنځته کېدو کې رول لری، د نېشه یی توکو استعمال په هر عمر کې د اعتیاد سبب کېږی خو که دنېشه یی توکو استعمال څومره په کم عمر کې شروع شی په هماغه اندازه زیات د روږدیتوب سبب کېږی.

په تنکېو ځوانانو کې د دماغ د تصمیم نیونې، قضاوت او د ځان د کنترول برخې د پرمختګ په حال کې وی، نو ځکه تنکی ځوانان زیاتره له خطر څخه ډک کړه وړه ترسره کوی لکه د نېشه یی توکو استعمال. نو مهمه داده چې کوچنی ماشومان له فزیکی او جنسی تروماګانو څخه وساتل شی او له تنکېو ځوانانو سره په تصمیم نیونه او قضاوت کې مرسته وشی ترڅو سمې لارې ته سوق شی.یوه خبره واضح کول په کار دی چې لکه د نورو مزمنو یا ځنډنیو ناروغیو لکه شکرې ناروغی، ساه لنډی یا د زړه د ناروغیو په شان روږدیتوب هم معالجه نه لری خو مدیریت او تداوی یې کېداى شی نو ځکه د روږدیتوب له تداوۍ وروسته د بیا را ګرځېدو چانس ډېر دى.یوه بله مهمه مسئله چې په افغانستان کې ورته ډېره کمه توجه شوې هغه د امېدوارۍ په دوران کې د نېشه یی توکو استعمال دى ځکه چې کله ماشوم وزیږی نو د نېشه یی توکو د قطع کېدلو اعراض په ماشوم کې پیدا کېږی چې په طبی اصطلاح کې ورته Neonatal Abstinence Syndrome   وایی چې ددې اعراضو شدت نظر نېشه یی توکو ته چې مور یې د امېدوارۍ په وخت کې استعمالوی فرق کوی او همدارنګه د امېدوارۍ په وخت کې د نېشه یی توکو استعمال په ماشومانو کې له ذهنی وروسته پاتې والی، دتوجه خرابوالی ، د تفکر او کړو وړو د ګډوډۍ سبب کېږی.همدارنګه نېشه یی توکې د مور د شیدو له لارې هم تېرېږی او ماشوم ته ذهنی ستونزې پیدا کولاى شی چې په دې برخه کې لا تحقیقات جریان لری چې دا اغیزی معلومې کړی.

د آباد او سرلوړی
افغانستان په هیله      

 ډاکتر عبدالصبور مومند    دشمالی کرولینا پوهنتون

ممکن است شما دوست داشته باشید