روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نیو زیلنډ لومړۍ وزیره: کرونا ویروس مو له منځه وړی

نیوزیلانډ وایی، په هېواد دننه یې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د خپرېدا (کمیونیټی ټرانزمېشن) مخه نیولې او په دې سره یې په اغېزناکه توګه ویروس له منځه وړی دی.په نیو زیلنډ کې له تېرو څو ورځو راهیسې د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر له لسو کم دی، او وړمه ورځ یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې وه.د دغه هېواد لومړۍ وزیرې جسېنډا ارډن ویلی، د اوس لپاره ویروس له منځه وړل شوی.تمه ده، چې نیو زیلنډ کې د ټولنیز واټن ساتلو تر ټولو سختو بندیزونو لرې کولو لړۍ پیل شی. لومړۍ وزیره جسېنډا ارډن وایی، حکومت یې اقتصادی فعالیتونه پیلوی، خو د خلکو ټولنیز ژوند عادی حالت ته لا نه شی ور ګرځېدلی.‌چارواکو همدا راز خبرداری ورکړی، چې خلک دې بې احتیاطی نه کوی،‌ ځکه ښه کېدونکی وضعیت په دې مانا نه دی، چې د کورونا ویروس تازه پېښې به نور نه رامخې ته کېږی.‌‌په نیوزیلنډ کې د کورونا ویروس نږدې ۱۵۰۰ مثبتې یا مشکوکې پېښې ثبت شوې دی،‌ او تر اوسه ۱۹ کسان ترې مړه شوی.د دغه هېواد د عامې روغتیا ادارې مشر اشلې بلومیلډ ویلی، چې په تېرو ورځو کې د کورونا وېروس د لږ شمېر مثبتو پېښو رامنځته کېدل موږ ته دا ډاډ راکوی ،چې موږ د ویروس د له منځه وړلو هدف ته رسېدلی یو.

ممکن است شما دوست داشته باشید