روزنامه هیواد

د نیمروز د پنبې سږنی حاصل به د تېر په پرتله ۱۰ برابره زیات وی

 د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایی، چې روان کال کې به د نیمروز د پنبې حاصلات تر ۵ زره ټنو ورسېږی او سږنی حاصلات به د تېرکال په پرتله لس برابره زیات وی.د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې ویلی، چې تېرکال په یاد ولایت کې ۵۶۰ ټنه پنبه ترلاسه شوې وه.سرچینه وایی ، په یاد ولایت کې تر ډېره عام خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دی او له همدې لارې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې برابروی.د سرچینې په خبره په روان کال کې په نیمروز کې ۲۵۰ زره هکتاره مځکه پنبه کرل شوې ده.نیمروز، پروان، کونړ، اروزگان، فاریاب، هرات، بغلان، جوزجان، کندوز، لغمان، تخار، کاپیسا، ننگرهار، بلخ، سمنگان، سرپل، هلمند او کابل هغه ولایتونه دی، چې په کې ډېره پنبه کرل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید