روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نړۍ په بېوزله هېوادونه د کرونا واکسین له کموالی سره مخ دی

د راپورونو له مخې:تر په نړۍ کې د کرونا تر ۴ میلیارد ډوزه زیات واکسین شوی دی.د فرانس پرس خبری اژانس د راپور له مخې، د رسمی شمېرو پر اساس، د اروپا په وخت د پنجشنبې تر ماسپښینه په نړۍ کې د کرونا ویروس پر ضد ۴ میلیارده او ۳۰۲ زره ډوزه واکسین خلکو ته ورکړل شوی دی.په چین کې چې د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی، یو میلیارد او ۶۰۰ ډوزه،، په هند کې چې د نفوس له پلوه د نړۍ دویم ستر هېواد دی، ۴۵۱ میلیون ډوزه او په متحده ایالتونو کې ۳۴۳ میلیون ډوزه واکسین تزریق شوی دی.په راپور کې وېیل شوی ،چې لا هم د نړۍ بې‌وزله هېوادونه د واکسین له کموالی سره مخامخ دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید