روزنامه هیواد

د نړیوال اقلیم د بدلون په اړه اراده کمزورې شوې

د ملګرو ملتونوعمومی منشی وایی: د پاریس د ۲۰۱۵ م کال له کنفرانس وروسته په نړۍ کې د اقلیم د بدلون په اړه د نړیوالو سیاسی اراده کمزورې شوې ده.انتونیو ګوېترېش دغه څرګندونې د پولنډ په کاتووېڅی کې د ملګرو ملتونو د اقلیم سرمشریزې ته په پرانیستونکې وینا کې وکړې.دغه سرمشریزه چې دوې اوونۍ به دوام کوی، د نړۍ سلو هېوادونو او سازمانونو استازو په کې ګډون کړی.ګوېترېش وویل: نړیوال اقلیمی بدلون د تمې خلاف په ناوړه حالت کې دى، خو د پاریس له کنفرانس وروسته سیاسی اراده کمزوې شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید