روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نړیوالې ټولنې په مرسته د کندهار خونړۍ پېښې څېړنه کېږی

افغان حکومت په جدی توګه په کندهار کې پر جنرال رازق د خونړی برید څېړنه کوی او په کلکه له پاکستانه د قاتلانو غوښتنه کوی. د کندهار خونړی برید افغانان سخت په غوسه کړی او دا پېښه یې د هېواد پر هغه اتل بچی برید بللی ،چې د مځکنۍ بشپړتیا او د سرتاسری امنیت د ساتنې لپاره یې هڅې او مبارزې بې بېلګې وې. یوه اوونۍ وړاندې، د دښمن له خوا ګومارل شوی نفوذی کس د کندهار پر امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، والی زلمی ویسا او د ملی امنیت پر رییس عبدالمتین حسین خېل برید وکړ او له بریده څو دقیقې وړاندې یې له پاکستانه د تلېفون پر کرښه دستور اخستی و، پاکستانی کړیو دغه بریدګر ته ویلی، چې پر جنرال رازق برید وکړی او په دغه مهم مهال کې یې له منځه یوسی، دغه بریدګر یوازې دوې ورځې وړاندې د والی د ساتونکو په ځانګړې ډله کې ګومارل شوی و. عینی شاهدان وایی دا سړی، چې ګلبدین نومېدا، څه موده وړاندې د ملی پولیسو په لیکه کې شامل شوی و. د ملی امنیت اداره وایی، چې دا نفوذی کس په جعلی تذکره ګومارل شوی و. جنرال رازق ته نژدې کسان وایی، دغه ساتونکی په دې پلمه چې چارواکو ته د انارو تحفه ورکوی، د مهمو شخصیتونو زون یا ساحې ته ځان رسولی و. افغان حکومت اوس مالومه کړې، چې دغه بریدګر د پاکستانی کړیو په لسمون په داسې مهم وخت کې برید وکړ، چې په کندهار کې د ناټو له عمومی قوماندان سره د سوېل لوېدیځ زون د امنیت او ثبات او په تېره بیا د پارلمانی ټاکنو د خوندیتوب پر سر خبرې وشوې، دښمن په دې موقع ځکه برید وکړ، چې دا پېښه پر امریکا ور وتپل شی او د افغانستان او امریکا اړیکې ترینګلې او له افغانستان سره یې ملګرتیا پر دښمنۍ بدله شی،چې یو ځل بیا دښمن ته په افغانستان کې د تپل شوې جګړې د لا دوام موقع ورکړی. یا که داسې ونه شی، نو په افغانستان کې به پارلمانی ټاکنې ګډې ودې کړی او تر څنګ یې د امریکا په هڅو د افغان سولې منډې ترړې بیا هم له ناکامۍ سره مخ کړل شی! خو افغانانو ته خپل دښمن مالوم دی، پر جنرال رازق برید د ټولو افغانانو زړونه لړزولی او ملت د دښمن پرضد په یوه لیکه کې درېدلی او د کندهار له خلکو او په تېره بیا د شهید رازق له کورنۍ سره په دې ستره غمجنه پېښه کې ویرجن دی. له همدې امله ولسمشر محمد اشرف غنی او اجرائیوی مشر ډاګر عبدالله عبدالله او نور چارواکی کندهار ته لاړل او د شهید رازق له کورنۍ او د لوی کندهار له خلکو سره یې غمشریکی وکړه. افغان حکومت ملت ته ډاډ ورکوی، چې د دې پېښې څېړنه کوی او دا پېښه په ستر قوت د نړیوالې ټولنې په مرسته څېړی! افغان حکومت ملت ته په ډاګه کړه، چې په هغې ورځ د غوڅ ملاتړ ماموریت پر عمومی قوماندان ځکه برید ونه شو،چې د دغه قوماندان په وژل کېدا یا ټپی کېدا سره به هرو مرو په پاکستان کې د طالب ډلو او ترهګرو ځالې د امریکا تر برید لاندې راتلې او له پاکستانی حکومت سره به امریکا سخت چلند کاوه، له همدې امله پاکستانی کړیو، بریدګرو ته پر جنرال مېلر د برید دستور نه ورکاوه، یوازې او یوازې یې جنرال رازق، چې پر ډیورنډ کرښه یې د پنجابی واکمنی نه منله، برید وکړ او هغه یې پر شهادت ورساوه. جنرال سکاټ مېلر هم ویلی، چې هغه د دغه برید هدف نه و، که جنرال مېلر یا کوم بل مهم امریکایی پوځی په هغه برید کې وژل شوی وای، ممکن امریکا پر پاکستان فشار زیات کړی وای او حتی ممکن د پاکستان د حکومت پر تشکیل یې له سره کتنه کړې وای.ښایی همدا علت وی چې د پنجشنبې حملې هدف جنرال مېلر نه و،خو په لوړه کچه دا دوسیه څېړل کېږی او په دې کې د امریکا ترڅنګ نړیواله ټولنه هم له افغانستان سره ملګرې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید