روزنامه هیواد

د نړیوالو نوې ژمنې او د همکاریو دوام د حکومت بریالیتوب ښیی

د ولسمشر دوهم مرستىال سرور دانش وایی: په جنىوا کنفرانس کې د نړىوالو نوې ژمنې او د همکارىو دوام د افغان حکومت برىالىتوب ښیی.د ولسمشر دوهم مرستىال سرور دانش د جنیوا کنفرانس د افغانانو لپاره لوىه لاسته راوړنه او د حکومت برىالىتوب بولی.ښاغلی دانش د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ښارجوړونې په چوکاټ کې د عراضۍ د خپلواکې ادارې د ادغام مراسمو ته د وىنا پرمهال ووىل چې افغان پلاوى په دغه کنفرانس کې وتوانېد چې د نړىوالو قناعت ترلاسه او د هغوى دوامداره ملاتړ راجلب کړی: (( په دغه کنفرانس کې نړىوالو یو ځل بىا د تحول په لسىزه کې خپل بشپړ ملاتړ اعلام کړ، په دغو اساسو شراىطو کې چې زموږ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دی، دغه هر اړخىز ملاتړ په نړىواله ټولنه کې زموږ د هېواد غوره ځاى او د حکومت د فعالې ډیپلوماسۍ ښودنه کوی.))د جنىوا کنفراس چې له وارسا او بروکسل وروسته د افغانستان لپاره مهم نړیوال کنفرانس ګڼل کېږی، د روان کال د نومبر مىاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه د سوىس په جنىوا ښار کې د افغان حکومت او ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړ شو.په دغه کنفرانس کې د څه باندې ۶۰ هېوادونو او ۳۵ نړىوالو سازمانونو استازو ګډون کړى و.د جنىوا غونډه چې دوې ورځې یې دوام وکړ، د افغانستان پر سولې، اقتصادی ځان بساىنې او په‌ هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د شوىو پرمختګونو په اړه په‌ کې بحثونه وشول.وړاندې وىل کېدل چې په ‌دغه کنفرانس کې به افغان حکومت د بروکسل په کنفرانس کې د شوىو ژمنو په اړه هم نړىوالې ټولنې ته حساب ورکړی.د جنىوا په کنفرانس کې اروپایی ټولنې په افغانستان کې د ۴۷۴ مىلىونه ىورو په ارزښت د مرستو اعلام وکړ چې دغه مرستې به د دولت جوړولو، د عامه سکټور د اصلاحاتو، روغتىا، عدالت، انتخاباتو او دغه ‌شان د مهاجرت او بې‌ځاىه کېدو په برخو کې مصرف شی.دغه شان افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د کنفرانس له ګډون ‌والو سره د افغان حکومت د سولې طرحه هم شرىکه کړه چې د افغان حکومت په خبره، نړىوالو له دغې طرحې کلک ملاتړ اعلام کړ.په ورته وخت کې د نړىوالو اړىکو کارپوه داود ماىار که څه هم په هېواد کې یو لړ ستونزې منی، خو وایی: افغان حکومت توانېدلى چې په نړىوالو کنفرانسونو او غونډو کې ښه حضور ولری او د نړىوالو قناعت ترلاسه کړی: (( که څه هم په کور دننه او بهر یو لړ ستونزې وې، خو بىا هم ولسمشر په خپل نوښت سره توانېدلى چې د نړىوالې ټولنې او سازمانونو قناعت ترلاسه او د هغوى پام افغانستان ته را واړوی.))که څه هم افغان چارواکی د جنیوا په کنفرانس کې د افغان حکومت د اقداماتو په اړه د نړىوالو د قناعت خبره کوی، خو د کارپوهانو په وىنا، ناامنی، اداری فساد، زورواکی او په بشپړ ډول د قانون نه پلى کېدل لا هم په هېواد کې له عمده ننګونو او ستونزو څخه ګڼل کېږی.

راپور: محمد واصل وصال

ممکن است شما دوست داشته باشید