د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ننګرهار ګمرک رییس وایی، چې په اتو ورځو کې یې ۶۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی، چې د تېرې اوونۍ په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښیی.
د ننګرهار ګمرک رییس وایی، چې په اتو ورځو کې یې ۶۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی، چې د تېرې اوونۍ په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښیی.نصرالله صاحبزاده د عوایدو د لوړېدو لاملونه داسې په ډاګه کړل: (( لامل د کرونا ویروس وېرې ختمېدل، د سوداګریزو چارو ګړندیتوب، اصلاحات، شفافیت، سوداګرو ته د قانونی سهولتونو او په چارو کې د همغږۍ رامنځته کول دی.))نوموړی تمه وښوده، چې په راتلونکی کې به په دغو عوایدو کې نور هم زیاتوالی راشی، خو په دې برخه کې له خپلو همکارانو او سوداګرو همکاری غوښتنه وکړه.د ښاغلی صاحبزاده پر وینا تېر کال په همدې ورځو کې د عوایدو راټولېدو منځنۍ کچه ۴۰ میلیونه افغانۍ وه، خو په تېرو څو ورځو کې په منځنی ډول تر ۸۲ میلیونه افغانۍ راټولېږی.دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو نږدې شپږو میاشتو کې د کرونا ویروس د لا خپراوی د مخنیوی په موخه له ګاونډیو هېوادونو سره نږدې ټولې ټرانزېټی دروازې تړل شوې وې ،چې په ګمرکی عوایدو یې ناوړه تاثیر کړی و.