روزنامه هیواد

د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې د سیمه ییز پروګرام ۱۲ پرمختیایی پروژې

د روان کال د لړم میاشتې په ۲۵ مه مو کابل ښار په داسې حال کې شاته پرېښود چې باران اورېدلی و، آسمان ورېځ او د پغمان او للنډر د غرونو څوکې واورې پوښلې وې. پل محمود خان ته په رسېدو مو  د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار پورې موټر کرایه کړ او د ټاکلی هدف په لور د سورلۍ موټر وخوځېد. زه او د سفر ملګری عبدالودود افغان د خپل ژورنالیستیکی کاری سفر په اړه غږېدو، کله چې مې د موټر هندارې ته وکتل د ماهیپر د لوی واټ اوچت ځای ته رسېدلی وو، موټر ډېر ګړندی  روان او ورېځې د غرونو په څوکو خورې او لا پسې پلنېدې.

د کابل- ننګرهار لوی واټ د ماهیپر ساحې په پېچومو او ګولایانو کې ځای ځای سپین ږیری او کم عمره  ماشومان ولاړ و، د ترافیکی اشارو په اجرا کولو یې چلوونکو ته لارښوونه کوله، چې د ترافیکی پېښو مخنیوی وشی چې هغوی ته په دغه کار، موټر چلوونکو د لسګون او یا شلګون افغانی نوټ ورکاوه.

له ماهیپره په وتو او د ماهیپر د اوبو برېښنا بند ته په نږدې کېدو سره مې د موټر خاوند سلیمان څخه د ګټې وټې پوښتنه وکړه، هغه داسې وویل: که موټر خپل او سورلۍ وی او په ورځ کې تګ راتګ وکړو، ګذاره کوی یعنې دا چې د یو طرف پیسې د تېلو او نور لګښت کېږی او د بلې خوا پیسې بچت راته پاتې کېږی. زموږ د سورلۍ موټر روان و او داسې ښکارېده چې ورېځې مو ملګرې او زموږ سره روانې دی. اورېدلی باران د سړک دواړه غاړې لمدې کړې وې، په خوا او شا غونډیو کې بوټی، کاڼی او هر څه خوښ ښکارېدل. د ګوګا منډې په سیمه کې ښځینه رنګارنګ پلوڼې د خرڅلاو لپاره په تنابونو لکه نندارتون را زړېدلی وو. ورېځو لا هماغسې زموږ د مزله ملګرتیا کوله. د سورلۍ  موټر مو په مخ روان او د څه وخت په تېرېدو د کابل د سروبی ولسوالۍ  بازار ته ورسېدو. په بازار کې د پلو خلکو او موټرو ګنه ګوڼه زیاته وه او د سروبی د اوبو بند هغه خوا د ځینو خټینو کورونو له بامونو څخه لوګی وتل، ښکارېدل چې ځایی اوسېدونکو د کورونو د خونو د تودوخې په خاطر بند و بست کړی دی. د سروبی بازار په ختمېدو او له پله ته په رسېدو  د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له خوا د سیند په دواړو غاړو جوړ شوی محافظوی استنادی دېوال له مځکې را اوچت شوی و. ورېځو مو ملګرتیا نه پرېښوده او داسې ښکارېده چې د باران اورېدو تابیا یې کړې ده. زموږ د سورلۍ موټر لار لنډوله هماغه وو چې د باران څاڅکو د موټر مخکېنۍ هنداره  لمده کړه او هلته وړاندې د لوی واټ په سر  په دری رنګه ملی بیرغ پوښلې دروازه  اوچته ولاړه وه او دا یې څرګندول چې د کابل سیمه پای ته ورسېده او د پوهې، ادب، فرهنګ او سمسور لغمان سیمه پیل شوه. د لغمان خاورې ته په ننوتو د سړک غاړو غونډیو او غرونو ته اورېدلی باران ځانګړې ښکلا خپره کړې وه او هماغه شان له غونډیو په وتو، باران د ونو د پاڼو  زرغونتیا ورزیاته کړې وه او په پټیو کې کرل شویو ترکاریو هم د باران له اورښته د خوښیو په ټوپونو سرونه راپورته کړی وو. دا چې زموږ د سورلۍ د موټر ټایرونو شاته حرکت کاوه،خو هغه به مخ روان وو او د سړک په خواو یې هر څه شاته پرېښودل او جلال آباد ښار ته د رسېدو په خاطر یې لاره لنډوله. د لوی واټ دواړو غاړو ته ترافیکی سپین رنګ کرښې او پر منځ  یې زېړ رنګ کرښې،  سړک په دوو برخو وېشلی و. زېړه کرښه ځای ځای سره جلا او ډېر ځای یوه لیکه پرته وه،  موټر چلوونکی ویل د ترافیکو د قانون پر بنسټ د زېړ رنګ کرښې په جلا جلا ځای کې د موټر د مخکېدو اجازه شته. د درونټې د اوبو برېښنا بند تونل څخه په وتو د موټرو ګڼه ګوڼه، نیشکر او د اوبو لرونکو بوتلو پلورونکی هلکان د موټر کړکیو ته په رانږدې کېدو، مسافر هڅول چې پلور وکړی.

د څه وخت په تېرېدو د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ته ورسېدو او مخامخ  د رییس انجنیرمجیب الرحمن ضیا دفتر ته لاړو او د سفر موخه  مو ورسره شریکه کړه، هغه له وړاندې خبر و، چې موږ په دغه ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سیمه ییز پروګرام د کرنې د پرمختیا د نړیوال صندوق ( IFAD ) د هغو ۱۲ پروژو د ارزونې په خاطر چې د کلیوالو په لس سلنې ونډې سره د ایټالیا هېواد په مالی مرسته د نږدې ۳۹ میلیون افغانیو په لګښت تطبیقېږی، دغه ولایت ته سفر کړی دی. دغه پروژې د شینوارو د نازیان، غنی خېل، دوربابا او اچین ولسوالیو د اوسېدونکو په غوښتنه او د جمهور رییس په ځانګړې سپارښتنه د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت له خوا پیل شوی دی. د کلیو د بیارغاونې او پراختیا ریاست کې د اوسېدو د ځای په نشتوالی مو په سپین غر هوټل کې د اوسېدو ځای کرایه کړ. له ترتیب شوی کاری پلان سره سم سبا سهار د نازیانو ولسوالۍ په لور وخوځېدو او د ولسوال قاری صاحبزاده ګل طارق سره د کتنې په ترڅ کې، هغه داسې وویل: د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت له خوا د نوکلی مورچل  په کلی کې د دغه سربند جوړولو ته ځایی اوسېدونکی ډېر خوښ دی. هغه د خبرو په ترڅ کې  یوه په زړه پورې کیسه هم وکړه : یوه ورځ یو کلیوال راته راغی او ویل یې چې ولسوال صاحب ته ښه وګوره،۱۷۰ بورۍ سمنټ یې راوړی او ماته پنځه بورۍ نه راکوی چې تشناب پرې جوړ کړم. ورته په خندا مې وویل چې دا سمنټ خو څه شخصی مال نه دی د سربند او کانال پروژې د جوړولو په خاطر یې راوړی ، څنګه ورڅخه تا ته پنځه بورۍ درکړی.

ولسوال سره له لیدو وروسته د نازیانو ولسوالۍ د نوکلی د مورچل کلی په خوا چې د ننګرهار له مرکز جلال آباد څخه نږدې ۷۵ کیلو متره لرې دی د سربند او کانال د ۳ پروژو لیدو ته ورغلو. دغه پروژې چې ۸۰ سلنه کاری پرمختګ لری په اړه یې قومی مشر، ملک عزیز الرحمن د سترګو لیدلی حال داسې بیانوی : دا سربند پخوا جوړ شوی و، کله چې زموږ سیمې ته داعشیان راغلل په هماغه کال سیلاب راغی او سربند یې ویجاړ کړ، څو کاله له کلی نه مهاجر وو او له یو کال ډېر وخت شو چې خپل کلی ته راستانه شوی یوو.  کله چې جمهور رییس محمد اشرف غنی زموږ شینوارو ته راغی د نورو پروژو تر څنګ مو د دې سربند او کانال د جوړولو غوښتنه ورڅخه وکړه. د کلیو او بیا رغاونې وزارت ته یې دنده وسپاره چې دا کانال او سربند  جوړ کړی. هغه زیاته کړه، زموږ د دې پروژې د جوړولو لګښت څه باندې  ۸  میلیون او ۷۰۰ زره  افغانۍ دی چې نږدې یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ په کې د کلیوالو ونډه ده. له وروستیو جګړو را په دې خوا دا لومړنۍ  پروژه ده چې د ساحوی پروګرام  د IFAD څانګې له خوا زموږ په ولسوالۍ کې جوړېږی. د دې سربند  اوبه له چینو او سیند څخه دی چې په تطبیق سره به یې د نږدې ۲ زره جریبه کرنیزې مځکې د خړوبولو چارې اسانه شی. د کانال په دېوال کار کوونکی ګلکار چې ځان یې د هرات ولایت و، داسې وویل:  موږ دلته د اوبو لګولو کانال جوړو، چې دا شاړې مځکې مو آبادې او په اوبو مړې شی او هم خپل اولاد ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړو.

غنی خېل د شینوارو بله هغه ولسوالی ده چې د سیمه ییز پروګرام د کرنې پرمختیا نړیوال صندوق (IFAD) څانګې له خوا د ایټالیا هېواد د ۱۰ میلیون او ۷۵۴ زره افغانیو په مرسته او د کلیوالو له خوا د یو میلیون او ۶۰۰ زره افغانیو په ونډې اخیستو د دغې ولسوالۍ په عبدل کلی کې کرنیزو مځکو ته د سیلابونو د زیان اوښتو د مخنیوی په وړانډې د ۶۲۵ مترو په اوږدوالی او ۴ مترو لوړوالی استنادی محافظوی دېوال، ۳ پروژې تطبیق شوې دی. چې دهقانان د دې پروژو په جوړولو سره خوښی څرګندوی. پام مې شو چې هلته وړاندې یو سپین ږیری په پټیو کې کار کوی، ورغلم، هغه د ډېر خوږ روغبړ اوحجرې ته د چای څښلو د بلنې راکولو، وروسته ځان سید یاسین راوپېژانده او په ډېره خوښۍ سره یې خبرې داسې پیل کړې: دلته خوړ و، سېلابونه په دې پټو کې بهیدل، لاندې یې کورونه او کرنیزې مځکې ویجاړې کړې وې. دا پوخ دېوال چې دلته جوړ شو زموږ مځکې او کورونه له سېلاب څخه بچ شول. ګوره، وینې چې کلنګ او بېل په لاس او د خپل پټی څخه کاڼی راسپړم او ټولم یې، چې له خیره غنم په کې وکرم او ښه حاصل ورڅخه واخلم.

له کاکا سید یاسین څخه له خدای پامانۍ وروسته   په دغه جوړ شوی استنادی دېوال چې کرنیزې مځکې یې د سېلاب له زیان ژغورلې وې، مخ ښکته روان شوم، هلته وړاندې د دېوال تر خوا په پټیو کې کلیوال سره راټول شوی وو، کله چې ورنږدې شوم له هغوی سره د روغبړ وروسته زه هم کېناستم او ټول زما څخه په داېروی شکل راټول شول، خبرې مو سره شریکې کړې، د هغوی له ډلې ځینو خپل نظر د دې پروژې د ارزښت په اړه څرګندوه، خو په استازیتوب یې د سیمې د ۲۷ ویالې اوسېدونکی مشر سپین ږیری شیخ سید الرحمن داسې وویل: دغه دېوال چې د کلیو او بیا رغاونې وزارت موږ ته جوړ کړ، ۷۰۰ کورونه او ۲۵۰۰ جریبه مځکه یې د سیلاب له ګواښ څخه وژغورل او په مځکه کې به  له خیره غنم، جوار، پنبه او سبزی وکرو او د حلال رزق  تر لاسه کولو په خوا کې به مو ژوند او اقتصاد پیاوړی شی.

د ننګرهار د مرکز په ۸۰ کیلو مترۍ  کې بله د دوربابا ولسوالی ده کله چې موږ دې ولسوالی ته تلو، ننګرهار ته ولسمشر راغلی و او د ولایت خوا و شا د مځکنی ترانسپورت ټولې لارې تړلې وې د اوسېدو سپین غر هوټل څخه تر ریاست پورې مو خپل ژورنالیستیک وسایل په شا او پلی لاړو. په همدې خاطر له یو ساعت وروسته هغه موټر راورسېد چې موږ یې دغې ولسوالۍ ته وړو . دوربابا ولسوالۍ ته غزېدلی سړک خام و،خو د سیمه ییز پروګرام د کرنې پرمختیا نړیوال صندوق ( IFAD ) څانګې د ایټالیا هېواد د څه باندې څلورنیم میلیون افغانیو په مالی مرسته چې د کلیوالو لس سلنه ونډه هم په کې شامل وه د دې ولسوالۍ د پاس شولګر په کلی کې د شولګر د نجونو او هلکانو لېسې ته د سېلاب په وړاندې د زیان اوښتو د مخنیوی  په خاطر د ۲۶۵ مترو په اوږدوالی ګبیونی محافظوی دېوال، ۲ پروژو د تطبیق مزی غزولی دی. په دغه ښوونځی کې د شولګر، خوړ مېنې، سرې کلا، مزرین، څنډلی او حیدر کلیو نږدې،۷۰۰ زده کوونکی سبق وایی. د ښوونځی د ساتنې دغه محافظوی دېوال د ښېګڼو په اړه د شولګر لېسې د اووم ټولګی زده کوونکی خان محمد وویل: د دغه دېوال په جوړېدو سره د مکتب تعمیر د سېلاب له زیانه وژغورل شو او زده کوونکی اوس له ډار او وېرې  پرته ښوونځی ته د زده کړو لپاره راځی. هغه زیاته کړه، له حکومت او معارف وزارت څخه غواړو چې درسی کتابونه مو پوره کړی تر څه وخته د درسی کتابو د  پوره کېدو په انتظار ووسو. فکر کوم له ښوونځی به فارغ او دا ارمان به مو پوره نشی چې ټول درسی کتابونه ولرو.

د دغې ولسوالۍ د خوړ مېنې اوسېدونکی باغستان بیا داسې وایی: د کلیو او بیا رغاونې وزارت څخه  د دې سیمې د اوسېدونکو غوښتنه دا وه چې د ښوونځی د ساتنې په خاطر دا محافظوی دېوال جوړ کړی چې ښوونځی او بچیان مو له خطر څخه بچ شی.د شینوارو بله د اچین ولسوالی چې په پیل کې یې د کوټ ولسوالی او له جلال آباد ښار څخه نږدې ۸۰ کیلو متره لرې د سپین غره په لمن کې موقعیت لری. د دې ولسوالۍ په تلو د لارې په اوږدو کې  په غونډیو او د کلاګانو په دېوالونو دری رنګه ملی بیرغونو رپېدل، په سیمه کې د حکومت واک څرګنداوه . په موټر کې راسره ناست د سفر ملګری امیر جمال  مصلح په دې اړه داسې وویل: پخوا دلته د مخالفینو (داعشیانو) مرکزونه وو د دولتی کسانو او انجنیرانو راتګ ورته  تر ډېره بریده امکان نه درلود. اوس  دا ولسوالی له مخالفینو خلاصه او امن شوې ده.  د دغې ولسوالۍ په مزده کلی کې د سیمه ییز پروګرام د کرنې پرمختیا نړیوال صندوق څانګې د ایټالیا هېواد او کلیوالو په لس سنلې برخې اخیستو د ۱۳ میلیون او ۲۴۳ زره افغانیو په لګښت د سېلابونو د مخنیوی په وړاندې محافظوی دېوال، سربند او کانال ۴ پروژې تر کار لاندې نیولې چې تر دې دمه ۳۰ سلنه کاری پرمختګ لری. دغه پروژې چې د کرنیزو مځکو د اوبونې او ساتنې په خاطر د سېند په دواړو غاړو جوړېږی د ۴۰۰ مترو په اوږدوالی استنادی دېوالونه چې له ۴ څخه تر ۸ مترو پورې لوړوالی لری په کې شامل دی او د کار په بشړېدو به یې د ۵۰۰ کورنیو خوا و شا، ۱۱۰۰ جریبه مځکې د ساتنې تر څنګ د خړبولو چارې تر ډېره بریده اسانه شی. په دې اړه د مزده کې د نوآباد اوسېدونکی ځوان اسلم بیګ وایی: مننه چې حکومت دا بند موږ ته جوړوی،خو دلته ډېرې ورانۍ او بد حالت تېر شوی دی،له حکومت څخه غواړو چې زموږ ولسوالۍ ته ډېره پام وکړی او د کارېزونو، بندونو، کانالونو او تعلیم او تربیې په برخو کې دغه شان نورې پروژې موږ ته جوړې کړی. ګلکار علیستان بیا داسې وایی: دلته دېوال جوړو، بند جوړو چې زراعت مو ښه شی او په کلی کې دغسې نورې پروژې غواړو چې هم په کې کار وکړو، هم معاش واخلو او هم مو زراعت پرمختګ وکړی.

د ترتیب شوی کاری پلان په سرته رسېدو سره د لیندۍ میاشتې دویمه نېټه د شنبې ورځ له غرمې وروسته چې په ننګرهار کې په مزه مزه باران اورېده، کابل ته راوخوځېدو، په لاره هم باران او هم ورېځو زموږ ملګرتیا کوله، د ماهیپر په ښکته سیمه کې د کابل سیند کې اوبه ډېرې شوې وې او د دغه واټ د غرونو څوکې واورې پوښلې وې او د څرخی پله له تنګی په را تېرو، په کابل کې هم د باران په اورېدو چاپېریال پاک ښکارېده او ګرد چاپېره غرونه واورو پوښلی وو. لنډه دا چې مازدیګر د عبدالحق څلور لاره کې له موټر څخه ښکته او د سفر ملګری هریو د خپل کور په خوا وخوځېدو.  نقیب الله شیرزی

ممکن است شما دوست داشته باشید