روزنامه هیواد

د ننګرهار له زیتونو د اچارو ترڅنګ د تېلو پروسس هم پیل شو

د ننګرهار کانال د زیتونو له تېلو او اچارو څخه تېر کال ۳۱ میلیونه افغانۍ عواىد تر لاسه کړی او سږ کال ىو ځل بىا ىې د اچارو وروسته د تېلو د پروسس چارې پىل شوې .د ننګرهار ولایت د زیتونو په فابریکه کې د لړم په ۹مه د ننګرهار والی حىات لله حىات او دغه ولایت د کانال رییس له لوری د زیتونو له تورو دانو څخه د تېلو د وېستلو او پروسس چارو د پیل پرانیسته وشوه.د کانال رییس انجنیر سیداغا میاخېل وویل، چې د ځینو تخنیکی او مسلکی نېمګړتیاو له امله د زیتونو فارمونو سږکال په ډېر لوى توپیر سره کم حاصلات ورکړی او زىاته ىې کړه، تېر کال د زیتونو فارمونو ۶۰۰ ټنه حاصلات ورکړی وو، چې ۵۶ زره لېتره تېل او ۳۲ ټنه اچار ترې تولید او پروسس شوى و؛ خو سږ کال له فارمونو یوازې ۶۰ ټنه د زیتونو دانې راټولې شوې دی.دى زیاتوی: ((تېر کال د زیتونو د فارمونو ښه ساتنه شوې وه، پر وخت سره ورکړل شوې، شاخ بُری یې شوې وه او بله لویه خبره دا ده، چې یو کال زیتون ښه حاصل ورکړی، بل کال بیا حاصل کم ورکوی.)) نوموړى د دغو ټولو نېمګړتیاوو سره سره د دوى د پرسونل کموالى هغه څه په ګوته کوی، چې هر کال یې کارونه نېمګړی وی، د میاخېل په خبره د زیتونو فابریکې د پیل په کلونو کې یو نیم زر کار کوونکی درلودل؛ خو اوس د ټول کانال کار کوونکی یوازې ۸۰۰ کسان دی، چې فابریکه اتو مېرمنو په ګډون د ۶۰ فنی او تخنیکی کار کوونکو له لورې مخته روانه ده.له بل لوری د ننګرهار والی حیات الله حیات په بېساری توګه د زیتونو د حاصلاتو کموالی ته په اشارې سره وویل: دغه چاره به په تخنیکی شکل څېړل کېږی او که د کانال د مسوولینو بې غوری په کې جوته شوه، قانونی چلند به ورسره وشی.هغه دا ډاډ هم ورکړ، چې د زیتونو د فابریکې په ګډون د کانال د بیارغونې لپاره ورسره د کرنې وزارت مسوولینو ژمنه کړې او د فابریکې د ترمیم ترڅنګ به د کانال یو شمېر زیانمنې شوې برخې هم بیا ورغول شی.نوموړى وایی: د تېرو څو لسیزو جګړو دا فابریکه ډېره زیانمنه کړې او تېرو څو کلونو کې ورته مسوولینو سمه پاملرنه هم نه ده کړې؛ نو ځکه یې ستونزې ډېرې دی.د یادولو وړ ده، چې دغه فابریکه څو لسیزې وړاندې د پخوانی شوروی اتحاد په تخنیکی همکارۍ او مرسته، د ننګرهار کانال اړوند له سلګونه هکټاره زیتونو باغونو د حاصلاتو د پروس په موخه جوړه شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید