روزنامه هیواد

د ننګرهار د کانال شرکت مېرمنو ته د کار په موخه پر ۶۰ جرېبه مځکه پنبه کرلې

 د ننګرهارکانال شرکت مطبوعاتی ریاست مسوولین وایی ،چې  دوی د ننګرهار مېرمنو ته د کاری زمینې برابرولو لپاره د هډې فارم ۲ بلاک په ۶۰ جرېبه مځکه د پنبې فصل کرلی دی. د یاد شرکت رییس عبدالقهار حیدری وایی:  دوی دا کار د هغو بېوزلو مېرمنو لپاره کړی، چې د کار په لټه دی.د نوموړی په خبره په یاد فصل کې اوس لپاره ۲۵ مېرمنې په کار بوختې دی او دغه راز یې زیاته کړه د پنبې له  دانو څخه مالونو ته کنجاړه او مالوچ یې په بازار کې پلورل کېږی.ده زیاته کړه، چې ملی پراختیا شرکت له لوری اوس د ننګرهار کانال شرکت په بېلابېلو برخو کې ګڼې پروژې روانې دی، چې په کې په زیات شمېر بې روزګاره ځوانان په کار بوخت دی.د یادونې ده چې، په دې وروستیو کې د کورونا وبا د خپرېدو سره سم په نړۍ کې د بېکارۍ کچه لوړه شوه او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید