روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نا امنیو بستر طالبانو خپور کړی

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حیات الله حیات وایی: د دوی استخباراتی معلوماتو په ډاګه کړې چې لا وړمې شپې د لوګر مرکز پول علم کې موټر بم خونړی برید وسلوالو طالبانو کړی دی.

حیات الله حیات وړمه ورځ له امنیتی چارواکو سره په ګډه غونډه کې وویل: په هېواد کې د ناامنیو بستر طالبانو خور کړی او دا برید د دوی کار دی.حیات زیاته کړې: (( زموږ دقیق استخباراتی معلومات دا دی ،چې دا برید طالبانو کړی ولې د لوګر او دې ته ورته نورې پېښې که کېږی او دوی یې رسماً مسوولیت هم نه منی خو معلومه ده.)د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات دغه وایې، چې په هېواد کې ناامنیو ته اصلی بستر طالبانو اوار کړی دی.د کورنیوچارو وزارت د معلوماتو له مخې، د لوګر په مرکز پل علم کې ۲۱ کسان وژلی خو د لوګر سیمه ییزو چارواکو په چاودنه کې د ۲۶ کسانو د وژل کېدو او د ۱۱۰ نورو د ټپی کېدو خبر ورکړی دی.دا برید چې د ښځو او ماشومانو تر څنګ یې لسګونه خلکو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ درانه مالی زیانونه واړول.د لوګر ولایتی شورا مشر حسیب الله ستانکزی وایی: په پېښه کې یو شمېر وژل شوی کسان زده کوونکی ،چې د کانکور ازموینې لپاره په چمتو والی بوخت وو.د افغان لوړپوړیو چارواکو تر څنګ اروپایی ټولنې، د فرانسې او برېتانیا سفارتونو او په افغانستان کې یو شمېر بهرنیو استازولیو دغه برید غندلی دی.د افغانستان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دا برید او د برید پلان جوړوونکی په کلکو ټکو غندلی، خو نه دی یې ویلی چې دا د چا کار و.د دې ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم په لوګر کې موټر بم برید غندلې او زیانمنو سره یې خواخوږی شریکه کړې ده.تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو د افغانستان ولسمشری ماڼۍ او ګڼو نورو چارواکو یې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید