روزنامه هیواد

د ناټو ملاتړ؛ خو ملګری ملتونه وایی د بریدونو نه، بلکې د خبرو او سولې وخت دی

د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوتریش په یوه خبری کنفرانس کې د خبرو پر مهال وېیلی، چې په افغانستان کې پر ښارونو بریدونه ناورین زېږولی شی نو له همدې امله ټولو اړخونو ته په کار ده چې په ښارونو او د عامو وګړو په سیمو کې له نښتو او جګړو ډډه وکړی.د ګوتریش په خبره د دې جدی اړتیا ده چې بریدونه ودرول شی او مذاکرات چټک کړل شی.ګوتریش وایی د افغانستان د سولې پروسه د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخمنه ده، خو که کومه ډله د زور له لارې واک ته رسېدل او د جګړو دوام غواړی نو دوی به افغانستان منزوی کړی او ملکی تلفات به لوړ شی.هغه یو ځل بیا له ښکېلو لورو غوښتی چې د جګړو پر ځای دې د سولې لاره خپله کړی او روان تاوتریخوالی دې پای ته ورسوی.په ورته وخت کې ناټو د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه رابللې وه.د ناټو عمومی منشی ینس سټولټنبرګ له دې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، ټولو اړخونو له افغان ځواکونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.د ناټو عمومی منشی وایی دوی په افغانستان کې دیپلوماتیک حضور ته دوام ورکوی او تر څنګ یې د دوی د ماموریت د پرسونل پر امنیت هم خبرې شوې دی.سټولټنبرګ همدا راز وېیلی چې په افغانستان کې وضعیت له نږدې څاری او په خبره یې روان تاوتریخوالی بوږنوونکی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید