روزنامه هیواد

د ناټو مالی ملاتړ د افغان ځواکونو روحىه پىاوړې کوی

د افغانستان د مالیې سرپرست وزىر د ناټو له مالی ملاتړه هرکلى کوی او وایی چې دا به د افغان ځواکونو روحىه پىاوړې کړی.د افغانستان د مالیې سرپرست وزىر وایی، په بروکسل کې د ناټو له تازه ژمنې سره هغه اندېښنې لرې شوې چې ګواکی نړیواله ټولنه به افغانستان ىوازې پرېږدی.محمد هماىون قیومی د ىکشنبې په ورځ خبرىالانو ته ووىل، د بروکسل په غونډه کې د ناټو غړیو هېوادونو بىا ځلې ژمنه وکړه چې له ۲۰۲۰ مىلادی کال وروسته به هم د افغانستان د امنىتی ځواکونو مالی ملاتړ ته دوام ورکوی.ښاغلى قىومی دا غونډه له لاسته راوړنو ډکه ګڼی او واىی:(( د بروکسل په غونډه کې چې د ناټو ټولو غړو هېوادونو پکې حضور درلود، ىو ځل بىا له افغان امنىتی ځواکونو ملاتړ څرګند شو، دوى په افغانستان کې له پرمختګونو هم خوښی څرګنده کړه او ټینګار ىې وکړ چې تر ۲۰۲۴ او له هغې وروسته به هم خپلو مرستو ته دوام ورکوی.))دغه لګښت هر کال پنځه مىلىارده ډالر اټکل کېږی چې زىاته برخه‌ ىې د امرىکا او د ناټو نور متحدان ورکوی.د ناټو عمومی منشی ىنس سټولټنبرګ د تېرې سې شنبې په ورځ د بروکسل په غونډه کې وىلی چې د روان کال د مې مىاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې بسپنه ورکوونکو هېوادونو د افغان ځواکونو د ملاتړ له صندوق سره دوه مىلىارده او ۸۰۰ مىلىونه ډالر مرسته کړې ده.د نوموړی په وىنا، د افغانستان د ملی اردو د ملاتړ صندوق به د نړىوالې ټولنې پراخو مرستو ته پرانىستى پاتې شی.مخکې تر دې تر ۲۰۲۰ کال وروسته په کور دننه د افغان ځواکونو د تموىل په اړه ګڼې اندېښنې موجودې وې.د افغانستان د مالیې سرپرست وزىر محمد هماىون قیومی جوړې شوې خبری غونډې ته دغه شان ووىل، دوى هڅه کوی چې په ځان د بسىاىنې لپاره خپلو اقتصادی پلانونو ته هم چټکتىا ورکړی.ده زىاته کړه:(( د دې لپاره چې افغانستان په ځان د بسىاىنې په لور ولاړ شی، موږ څو پکېجونه جوړ کړی چې لومړى ىې ۸،۷ مىلىارده ډالر دى چې تقرىباً ۵،۵ ىې د کرنې برخې او ۱،۳ مىلىارده ىې د برېښنا په برخه کې دی.))که څه هم افغان حکومت د اقتصادی او مالی ځان بساىنې لپاره تر دې مخکې هم ټینګار کړى، خو تراوسه پورې عملی اقدامات نه دی شوی.ښاغلى قىومی وایی، تر راتلونکو څو مىاشتو پورې به څېړنې پاى ته ورسېږی او ډېر ژر به په دې برخه کې عملی کارونه هم پىل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید