روزنامه هیواد

د ناټو سرمنشی: د طالبانو تشدد د سولې په پروسه کې اعتماد ته زیان اړوی

د ناټو سرمنشی ینس ستولتنبرګ خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له لوری د تاوتریخوالی زیاتېدو د سولې په پروسه کې اعتماد زیانمنوی. ستولتنبرګ په سمنګان کې د افغانستان د ملی امنیت پر ریاست او ښاروالۍ د طالبانو له د وروستی خونړی بریده وروسته په ټوېټ کې لیکلی: (( د طالبانو د حملو له کبله په افغانستان کې د تاوتریخوالی د زیاتېدو کچه د سولې په پروسه کې اعتماد ته زیان اړوی. موږ په ټولو خواوو ږغ کوو چې ژر تر ژره بین الافغانی خبرې پیل کړی. د ناټو غړی او متحدان به د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره زموږ د پوځی حضور په اړه سلامشورې ته دوام ورکړی.))ناټو په عین حال کې اعلامیه هم خپره کړې چې د طالبانو له لوری د تاوتریخوالی پر زیاتېدو یې په کې اندېښنه ښکاره کړې ده.د سمنګان د والی عبداللطیف ابراهیمی پر وینا د دغه ولایت د ملی امنیت پر ودانۍ د طالبانو په برید کې د یوې مېرمنې په ګډون د ملی امنیت ۱۱ کارکوونکی شهیدان شوی او د ټپیانو شمېر ۶۳ کسانو ته رسېدلی چې په کې دری ماشومان او اته مېرمنې شاملې دی.وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې تر ۷۰ زیات امنیتی ځواکونه یې وژلی دی.د افغانستان حکومت وایی چې طالبانو د قطر له موافقې وروسته تشدد ته زور ورکړی او تر بل هر وخت یې زیاته وینه بهیولې ده.د امریکا تر ټولو معتبرو رسنیو د طالبانو له لوری د سمنګان پر حملې عکس العمل ښکاره کړی او اټکل یې کړی ،چې دا برید به د افغانستان د سولې پروسه له خنډ و ځنډ سر ه مخ کړی.نیویارک ټایمز همداراز ویلی، چې طالبانو حملو ته زور ورکړی او سږنی کال د افغانستان په نولس کلنه جګړه کې تر اوسه تر ټولو خونړی کال دی.ورځپاڼه په عین حال کې وایی: د ښار په منځ کې حمله د امریکا او طالبانو د قطر د موافقې سرغړونه ده چې پر اساس یې امریکا ژمنه کړې چې له افغانستانه به خپل ټول پوځیان باسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید