روزنامه هیواد

د ناټو او اروپایی ټولنې استازو په افغانستان کې د روان وضعیت په هکله خبرې کړی

ناټو او اروپایی ټولنې د افغانستان سولې پروسې په برخه کې د ګډو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.د افغانستان لپاره د ناټو ځانګړی استازی سټیفانو پونتیکورو پر ټویټر لیکلی، چې ناټو او ارپایی ټولنه په افغانستان کې د سولې او ثبات له راتګ سره همکاریو ته ژمن دی.د ناټو او اروپایی ټولنې استازو وړمه ورځ ګډه غونډه کړې او په افغانستان کې یې په روان وضعیت خبرې کړی دی.اروپایی ټولنې په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ خبر ورکړی او ویلی یې دی، هڅه کوی په دې هېواد کې د ملکی پولیسو په جوړولو کې مرسته وکړی.د یادونې وړ ده ،چې تر دې د مخه هم ناټو او اروپایی ټولنې په افغانستان کې د سولې پورسې او بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی و.دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مرکچی پلاوی غړی وایی: حکومت په لوی لاس د سولې په روانو مذاکرتو کې خنډونه رامنځته وی او نه غواړی چې دغه پروسه په ښه ډول مخته لاړه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید