روزنامه هیواد

د م. م. امنیت شورا دې د افغان ملکیانو پر وړاندې جنایتونه وڅېړی

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتی، چې د پلاوی په ټاکلو سره په دغه هېواد کې ((د ملکی وګړو پر وړاندې جنایتونه)) وڅېړی.دغه کمېسیون د یکشنبې په ورځ په اعلامیې کې وېیلی، چې اړتیا ده، تر څو هدفی ترورونه، پر قومی او مذهبی لږکیو او ښوونیزو مرکزونو بریدونه ژر تر ژره وڅېړل شی.د بشری حقونو خپلواک کمېسیون ټینګار کړی، چې حکومت باید د دې غوښتنې ملاتړ او د دې پلاوی د ایجاد او څېړنې په برخه کې همکاری وکړی.یاد کمېسیون د خپلو دوو وژل شویو همکارانو فاطمه نتا شاه خلیل او احمد جاوېد فولاد د وژل کېدو د لومړی تلین په منابست د هغوی د قاتلینو نه پیدا کېدو برخه کې پر حکومت انتقاد کړی دی.د بشری حقونو کمېسیو دغه دوه کار کوونکی د تیر ۲۰۲۰ م کال په جون میاشت کې د چسپکی ماین په چاودنه کې ووژل شول.د کمېسیون په اعلامیه کې راغلی: ((کمېسیون په ورته وخت کې د مسوولو بنسټونو له لوری د رسنېزو او مدنی فعالانو او د بشر حقونو د مدافعانو د هدفی وژنو په اړه، خپلو عدالت غوښتنو ته د نه رسېدنې له امله خواشینی دی. حکومت باید مسوول وی او له مجازاتو د معافیت له فرهنګ سره جدی مبارزه وکړی چې د ټولو بشری حقونه وساتل شی.))د بشری حقونو خپلواک کمېسیون څلور ورځې مخکې هم وېیلی و، چې د جګړو په زیاتېدو سره په دغه هېواد کې د ملکی تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.د دغه کمېسیون کمېشنر شکرالله مشکور امریکا غږ ته ویلی، چې د غبرګولې له اوومې بیا د همدې میاشتې تر ۲۷ په امنیتی پېښو کې ۱۴۴ ملکی وګړی وژل شوی او ۳۱۳ نور ملکی وګړی ټپیان شوی دی.تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسی استازوالۍ هم په دغه هېواد کې د ملکی تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې وه او د جګړې پر ښکېلو اړخونو یې غږ کړی و، چې د ملکی تلفاتو مخنیوی ته پام وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید