روزنامه هیواد

د مینه پال وژنې په کور د ننه او نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپارولی

په کور د ننه او نړیواله کچه د افغان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه پال وژنه په کلکو ټکو غندل شوې او دا یې بشری جنایت بللی دی.دواخان مینه پال د جمعې په ورځ د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند په دارلمان سیمه کې په وسله وال برید کې و وژل شو.نوموړی د جمعې له لمانځه وروسته د یادې حوزې اړوند عثمان غنی جومات ته څېرمه د درېیو وسله والو تر برید لاندې راغی او و وژل شو.په دغه برید کې دوه نور ملکی وګړی ټپیان شوی هم دی.د برید مسوولیت طالبانو اخیستی ،خو د مینه پال وژنې په کور د ننه او نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپارولی او دا وژنه یې په ښکاره بشری جنایت بللی دی.ولسمشر محمد اشرف غنی، د هغه مرسیتالانو امرالله صالح صالح او  سروردانش، د ملی امینت شورا سلاکار حمدالله محب د ملی روغې جوړې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله، ګڼ شمېر سیاسیون، د رسنیو د ملاتړ ادارو، نړیوالې ټولنې، اروپایی ټولنې، امریکا، برېتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو پر دواخان مینه پال برید غندلی دی.ولسمشر محمد اشرف غنی پر مینه پال برید پر اهل قلم برید بللی او وایی: دا د دښمن دسیسه ده او په دې ډول غواړی د آزادۍ د بیان او پوهې مخه ونیسی.ده وېیلی: دښمن دې پر دې پوه شی، چې د مینه پال د هر څاڅکی وینې څخه زر نور مینه پاله جوړېږی او هېڅ قدرت به خپل شوم هدف ته په دغه ډول کارونو ونه رسېږی او نه به هم د افغانستان تاریخ او ویاړونه له منځه یووړی شی.ولسمشر ژمنه وکړه، چې د دواخان مینه پال قاتلین به پیدا کوی او د قانون په رڼا کې سخته سزا ورکوی.سپینې ماڼۍ هم پر مینه پال برید غندلی او وایی: د طالبانو له لوری وروستی اقدامات به له دوی سره د نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې مرسته ونه کړی.د سپینې ماڼۍ مطبوعاتی رییسې جین ساکی  غونډې ته وېیلی(( زموږ نظر دا دی، که طالبان د نړیوال مشروعیت د ادعا غوښتنه لری، دا ډول اقدامات دوی ته هغه مشروعیت نه ورپه برخه کوی ،چې دوی یې په لټه کې دی. دوی باید دې لارې ته دوام ورنه کړی. دوی دا انرژی ،چې په پوځی هلوځلو لګوی باید د سولې پر پروسې ولګوی.))په ملګرو ملتونو کې د برېتانیا سفیرې باربرا ووډ وارډ وایی: د هدفی وژنو شواهد شته، چې د حکومت د رسنیو د مرکز د مشر دواخان مینه پال د خواشینوونکی قتل په ګډون حکومتی چارواکی وژل شوی.نوموړې وېیلی: دوی د اقلیتونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو د بشری سرغړونو، جبری ودونو، د ډال په توګه د ملکی وګړو د کارولو او د ملګروملتونو پر ودانیو د حملو له کبله اندېښمن دی.په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن، په کابل کې د اروپایی ټولنې سفیر وان برنډټ، د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون او نورو کورنیو او نړیوالو موسسو او شخصیتون هم پر ټولنیز شبکو په بیانونو کې د مینه پال وژنه په کلکه غندلې ده.مینه پال له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۰ میلادی کاله د آزادۍ راډیو خبریال و. وروسته د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شو، د ولسمشر غنی د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ولسمشر ویاند او وروسته د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رییس وګومارل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید