روزنامه هیواد

د میزان په ۱۲مه د دولتی ښوونځیو پاتې ټولګی هم پیلېږی

‎د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د کابینې غونډه وړمه ورځ له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.‎په پیل کې کابینې د هېواد پر امنیتی او دفاعی ځواکونو او ملکی وګړو د طالبانو بریدونه د امریکا او طالبانو ډلې ترمنځ د دوحې تړون خلاف وبلل او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره یې، چې د افغانانو غوښتنه ده، پر اوربند ټینګار وکړ.‎ د کابینې غړو د سولې مذاکراتو د پیل لپاره د سیمه ییزې او نړیواله اجماع رامنځته کولو په خاطر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د هڅو مننه وکړه او د دغه بهیر پر دوام یې ټینګار وکړ.‎ورپسې له مرکزی آسیا سره د همغږۍ په رامنځته کولو د ټینګار ترڅنګ پر ناګورنو قره باغ سیمې د آذربایجان اوارمنستان شخړې ته په اشارې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې هرکلی وشو.‎ همداراز د کابینې غړو د ولایتونو متوازن انکشاف، ظرفیت او د پروژو اقتصادی تحلیل ته په کتو د لګښتونو اغېزمنتیا، د عوایدو زیاتوالی او د ودې پر بنسټ د ولایتونو نوې طبقه بندۍ ته په پام د ۱۴۰۰ مالی کال بودجې پر ترتیب ټینګار وکړ.‎همدارنګه د امنیتی میثاق تطبیق د څرنګوالی او لاسته راوړنو او په بېلابېلو برخو کې د امنیتی میثاق د تطبیق ساحې ته په پام د جنایی جرمونو د کموالی او دولتی ادارو سره په همغږۍ له ټولنیزو کوچنیو جوړښتونو څخه په استفادې د جنایی جرمونو د تورنو د نوملړ پر برابولو او کورنیو چارو وزارت ته د سپارلو په اړه هم معلومات وړاندې شول.‎دغه راز کابینې د کورونا ویروس د وضعیت څرنګوالی په اړه د عامې روغتیا وزارت د راپور تائیدولو ترڅنګ دغه وزارت مؤظف کړ ،چې په ژمی کې د کورونا ویروس د دویمې احتمالی څپې د خپرېدو علمی تحلیل او د موجود او اړتیا وړ انفلونزا واکسین د مقدار په اړه راپور ترتیب کړی.‎کابینې د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو د غوښتنو پر اساس، له راتلونکې شنبې ورځې (۱۲/۷/۱۳۹۹)  څخه په مرکز او ولایتونو کې په حضوری ډول د دولتی ښوونځیو د پاتې ټولګیو (له لومړی تر لسم پورې) د پیل غوښتنه هم تصویب کړه.‎د غونډې په پای کې کابینې د ۱۳۹۹ مالی کال د نیمایی بودجې ارزونه په پرنسیب کې تصویب او جینوا کنفرانس ته د متقابل حساب ورکولو چوکاټ تطبیق د پرمختګ پر بنسټ یې د مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالی کال د دویمې ربعې راپور تائید او دغه وزارت یې مؤظف کړ چې د تصمیم نیولو په موخه د یاد راپور وړاندیزونه د حکومت رهبرۍ غونډې ته وړاندې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید