روزنامه هیواد

د میرویس نیکه او احمدشاه بابا کورونه په اساسی توګه جوړېږی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی کندهار ته د سفر په جریان کې وړم ماسخوتن د یاد ولایت له مشرانو او متنفذینو سره وکتل.په پیل کې ښاغلی زاهدی، حاجی ګلبدین، حاجی عبدالرحیم، قاری محمدهاشم د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال جمهوررییس ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د جمهوررییس، کړنې، لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل.یادو ویناوالو د سولې، د سېلابونو د زیانونو د مخنیوی، د سرکونو، امنیت، زده کړو، روغتیا، د کرنې د ودې، محصولاتو ته د بازارموندنې، ډیمونو او بندونو د جوړولو، د ولسوالیو د اداری ودانیو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررییس غنی سره شریک کړل.د ښارجوړولو او مځکو وزارت د ښاری پراختیا مرستیال روښان ولسمل د احمدشاه بابا او  میرویس نېکه کورونو د استملاک بهیر په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د جمهوررییس له پاملرنې او همدارنګه د میرویس نیکه او احمدشاه بابا له ورثې څخه مننه وکړه.نوموړی وویل: د جمهوررییس په لارښوونه د میرویس نیکه کور د استملاک لپاره ګومارل شوی پلاوی به ژر تر ژره خپلې چارې پیل او بشپړې کړی. ده زیاته کړه:  د میرویس نېکه د مقبرې د پراختیا لپاره به خپله انکشافی بسته د جمهوری ریاست مقام ته وړاندې کړی.ورپسې حاجی محمدظاهر ابدالی د احمدشاه بابا او حاجی محمدولی هوتک د میرویس نېکه د ورثې په استازیتوب د دغو کورونو د استملاک په برخه کې د جمهوررییس د پاملرنې او اقدام قدردانی وکړه او همدارنګه یې د هېواد د تاریخی ابداتو په توګه د دغو دوو کورونو د خوندیتوب له امله د جمهوررییس قدردانی وکړه.دوی همدارنګه د احمدشاه بابا او میرویس نیکه د کور د کیلیانو د سپارلو پرمهال جمهوررییس غنی ته د عزت پګړۍ هم ور په سر کړه.جمهوررییس غنی د وینا پرمهال وویل: که میرویس نیکه او احمدشاه بابا نه واى، موږ او افغانستان به هم نه وای، دوی دواړه د تقوا نمونې وې او نن سهار د احمدشاه بابا کور ته د ورتلو ویاړ را په برخه شو. ده زیاته کړه: ژمنه مې داده چې دا دواړه کورونه به په اساسی توګه جوړېږی او د افغانستان او کندهار په موزیمونو به بدلېږی.جمهوررییس څرګنده کړه: هر افغان باید د احمدشاه بابا او میرویس نیکه کورونو ته راشی او د وطنپالنې الهام ورڅخه واخلی. د احمدشاه بابا د کور په ګډون به د هغه د وخت شادی بازار هم بېرته احیا شی او په دې اړه یې د ښار جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه.محمداشرف غنی وویل: د کندهار ښکار د انکشافی پلان لپاره بین المللی شرکت استخدام شوی او کندهار به یو ځل بیا په اشرف البلاد بدل شی. ده د کندهار والی ته په ټینګار سره د پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې د مافیا د ماتولو لارښوونه وکړه، او وې ویل، د کندهار بشری قوا باید له هېڅ ځای څخه کمه نه وی.د هېواد جمهوررییس وویل: د احمدشاه بابا او میرویس نیکه درس موږ ته دادی، چې له تورو شپو پسې رڼا حتمی ده، خو ټینګه اراده، یووالى او پولادی عزم په کار دی ، چې دا مقدسه خاوره له جنګ څخه وباسو، سولې، هوساینې او ثبات ته یې ورسوو.

د یو بل خبر له مخې:

 د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمداشرف غنی کندهار ته د سفر په دویمه ورځ د دې ولایت د ولایتی شورا له غړو سره وکتل.په پیل کې د کندهار ولایتی شورا رییس سیدجان خاکریزوال، نعمت الله شېردلی، فدا محمد افغان او زرغونې کاکړ د ولایتی شورا د غړو په استازیتوب خبرې وکړې او په افغانستان کې د سولې پروسې، د کندهار پوهنتون د پراختیا او د دغه پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام د پیل، د روغتیایی خدمتونو د ښه‌والی، د امنیت تامین ته د پاملرنې په ځانګړی ډول سرحدی ولسوالیو او په دغه ولایت کې د ښځینه بندیانو د ستونزو په برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل.جمهوررییس غنی د کندهار ولایتی شورا د غړو له نظرونو او وړاندیزونو څخه د مننې ترڅنګ وویل: وړم سهار مې د احمد شاه بابا کور ولیداو دغه تاریخی ځای به د ارګ د سلام خانې ماڼۍ په شان ورغاول شی او د کندهار والی ته یې لارښوونه وکړه، چې د کندهار ښار پراختیا ته جدی پاملرنه وکړی.د هېواد جمهوررییس وویل: د ښځینه بندیانو ستونزو ته رسیدګی کېږی او اړوند بنسټونه به د قانون پر بنسټ د ښځینه بندیانو د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې اقدام وکړی.جمهوررییس د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د ولایتی شورا غړو سره دې په ګډه د دغه ولایت د سرحدی ولسوالیو د امنیت د تامین لپاره مشخص وړاندیزونه ترتیب کړی. جمهوررییس د کندهار ولایتی شورا غړو ته څرګنده کړه، حکومت د سولې پروګرام د سولې مشورتی لویې جرګې د وړاندیزونو او پرېکړو پر بنسټ مخته وړی او زموږ هڅه دا ده، چې ډېر ژر د سولې په چوکاټ کې هوکړې ته ورسېږو. دغه راز جمهوررییس کورنیو چارو وزارت او کندهار والی ته لارښوونه وکړه، چې د شهیدانو وارثینو په ځانګړی ډول د امنیتی او دفاعی ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د مځکو د وېش امکانات برابر کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید