روزنامه هیواد

د میدان وردګو ۵۰ سلنه نجونې له شپږم ټولګی پورته زده کړې نه شی کولی

د هېواد په مرکزی ولایت میدان وردګو کې پنځوس سلنه نجونې له شپږم ټولګی پورته زده کړې نه شی کولی. د میدان وردګو ولایت د پوهنې رییس محمد طیب منصور د دې مطلب په څرګندولو سره آزادۍ راډیو ته ویلی، چې په ناامنو سیمو کې هم د زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو دروازې خلاصې دی، خو نجونو ته تر شپږم ټولګی پورته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږی.ده وویل: موږ په ټوله کې یو لک او اته څلوېښت زره زده زده کوونکی لرو ،چې څلوېښت زره یې نجونې دی ،چې پنځوس سلنه یې له شپږم ټولګی څخه له پورته زده کړو پاتې دی، هغه سیمې چې ناامنه دی، ستونزې لری او یا هم د طالبانو په ولکه کې دی، هلته هم نجونې ښوونځیو ته ځی، خو تر شپږم ټولګی.میدان وردګو په ټوله کې ۴۸۴ ښوونځی لری چې د دې ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو په خبره، په دغه ولایت کې هېڅ ښوونځی تړلی نه دی،خو طالبانو له تېرو څو کلونو راهیسې په ټول هېواد کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې نجونو ته له شپږم ټولګی پورته د زده ‎کړو اجازه نه‎ده ورکړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید