روزنامه هیواد

د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال دې د بالغو نجونو روغتیا ته پاملرنه وشی

د هېواد لومړۍ مېرمن بی بی ګل غنی وایی، د بلوغ او میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال د نجونو پاکۍ او نظافت ته پاملرنه مهمه مسئله ده او باید جدی پام ورته وشی. افغان حکومت د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال د نجونو پاکۍ او نظافت ته د کمې پاملرنې په اړه اندېښنه څرګندوی او ټینګار کوی چې باید نجونو ته د میاشتنۍ ناروغۍ د ستونزو له پېښېدو وړاندې عامه پوهاوى ورکړل شی. د هېواد لومړۍ مېرمن بی بی ګل غنی پرون په کابل کې یاده مسئله مهمه وبلله او له روغتیا او پوهنې وزارتونو یې غوښتنه وکړه چې باید د بالغو نجونو صحت ته پاملرنه وکړی.

نوموړې وویل: (( موږ ټول پوهېږو چې د ځوانو نجونو د نظافت مسئله ټولنیزه مسئله ده او دا ډېره مهمه ده چې باید په اړه‌یې خبرې وکړو، د بلوغ پر مهال د خپل ځان پاک ساتل او ښه خواړه مهم موارد دی چې د نجونو د تقویت لامل ګرځی او د سختو ناروغیو مخه‌یې نیسی.)) لومړۍ مېرمنې له کورنیو وغوښتل چې د بلوغ پر مهال د ځوانو نجونو نظافت ته پوره پاملرنه وکړی او دوى په دې مرحله کې له روغتیایی ستونزو خبرې کړی. اغلې بی بی ګل غنی دغه خبرې د نجونو د پاکۍ او نظافت د مراعتولو د لومړنی لارښود د معرفۍ په غونډه کې په کابل کې وکړې. په دې غونډه کې د بی بی ګل غنی تر څنګ د پوهنې، عامې روغتیا، عدلیې او د ښځو چارو د وزارتونو مسؤولانو هم برخه اخیستې وه چې د نجونو په ستونزو او د دوى د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه‌یې خبرې وکړې. په افغانستان کې د یونېسف استازی ادیل خضر په دې غونډه کې وویل چې د ښوونځیو له نیمایی ډېرې نجونې بلوغ ته د رسېدو او میاشتنۍ ناروغۍ د پیل په اړه خبر نه‌لری او په سلو کې ۳۰یې حتى په دغه وخت کې ښوونځیو ته نه‌راځی. په همدې حال کې د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخې په دې برخه کې د پوهنې وزارت په لاسته راوړنو او په دې برخه کې د یونېسف د مرستې په اړه خبرې وکړې او ویې‌ویل چې په دې برخه کې به لارښود کتابونه په ښوونځیو کې په نجونو ووېشی. ښاغلى بلخی وایی، دا لارښود کتاب د یو مشورتی ورکشاپ په پایله کې چمتو شوى، چې په ولایتونو او مرکز کې د نجونو ستونزو ته پام وشی. د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیرزالدین فیروز وایی، د میاشتنۍ ناروغۍ د دورې نامناسب مدیریت د شدید درد په ګډون، پرله‌پسې ستونزې زېږوی چې نجونې په دغه پړاو کې له سترس، شرم او روانی ناراحتۍ سره مخامخ کېږی. ښاغلی فیروز وایی، همدا موارد د دې لامل ګرځی چې نجونې په ورځنیو فعالیتونو کې او همدا شان ښوونځی ته له تګه پاتې کېږی او د وروسته پاتې
کېدو لامل‌یې ګرځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید