روزنامه هیواد

د مځکو د غصب او په خپل سر د کورونو د جوړولو د کلک مخنیوی نوې هڅې

کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ د مځکو د غصب او په خپل سر د کورونو د جوړولو د مخنیوی په موخه د یوې نظامی قطعې د رامنځته کولو په اړه تفاهم لیک، لاسلیک کړ.د کورنیو چارو وزارت سرپرست، مسعود اندرابی، د یکشنبې په ورځ د کابل له ښاروال، احمد ذکی سرفراز سره د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ګډ خبری کنفرانس پر مهال وویل:د دې تفاهم لیک په لاسلیک کېدو سره به د هغه د تطبیقی پلان د پلی کېدو په برخه کې عملی ګامونه واخیستل شی.مسعود اندرابی وویل، چې د غصب شویو مځکو او په خپل سر د کورونو د جوړولو د مخنیوی قطعه، د ساتنمنانو او افسرانو په ګدون ۴۰۹ سرتېری لری او د امنیه قوماندانۍ په چوکاټ کې رامنځته شوې؛ خو د رهبرۍ، سوق او ادارې چارې یې مستقیماً د کابل ښاروالۍ پر غاړه دی.د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل: که کابل ښاروالی د خپلو پروګرامونو د تطبیق په برخه کې د زورواکو له کلک غبرګون او مقاومت سره مخ کېږی؛ پر دغې قطعې سربېره، وزارت او د ۱۰۱ آسمایی زون قوماندانی به یې هم ملاتړ ته ورودانګی. اندرابی دې ته په ټینګار سره، چې د مځکو د غصب او په خپل سر د کورونو د جوړولو د مخنیوی مسوولیت د ځانګړې قطعې پر غاړه دی، وویل: د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ د تفاهم لیک د تطبیقی پلان له پلی کېدو وروسته، هېڅ جنایی او کشفی پولیس په ځانګړې ډول د حوزو پولیس، د غصب شویو مځکو او په خپل سر د کورونو د جوړولو د مخنیوی په قضیو کې د مداخلې حق نه لری.نوموړی د کابل له اوسېدونکو او هغو کسانو څخه چې کورونه جوړوی غوښتنه وکړه، چې د کورونو د جوړولو په چارو کې د پولیسو یا د حوزو د مسوولینو د لاسوهنې په صورت کې کورنیو چارو وزارت ته خبر ورکړی.د کابل ښاروال هم د کابل ښاری پلانونو د ښه تطبیق او له خپلسریو او ناوړه ګټې اخیستنې سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړې قطعې رامنځته کېدل یوه مهمه اړتیا وبلله. نوموړی دې ته په ټینګار سره چې زورواکو او ناوړه ګټې اخیستونکو په زور ښودلو او ناوړه ګټې اخیستنې عادت کړی وویل: د تفاهم لیک د پلانونو د عملی کولو لپاره ډېرې همکارۍ ته اړتیا لیدل کېږی چې د زورواکو او قانون ماتوونکو مخه ونیول شی.د مځکو د غصب او پر خپل سر د کورونو د جوړولو د مخنیوی د قطعې رامنځ ته کول د ښارولۍ سره مرسته کوی تر څو د قانون د پلی کېدو په برخه کې په قوی توګه عمل وکړی، او له بل لوری د ځمکو د غصب او په خپل سر د کورونو د جوړولو د مخنیوی د قضیو په چارو کې د حوزو او پولیسو د مداخلې ادعاوې هم له منځه لاړې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید